د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۵

واشنګټن ایګزماینر : زلمی خلیل‌زاد ټول چاینلونه تجربه کوي


  • واشنګټن اګزماینر

په داسې حال کې چې د امریکايي ځواکونو تلفات زیاتېږي، ټرمپ له طالبانو سره خبرو ته هیله لري.

دا د واشنګټن اګزماینر ورځپاڼې د هغې لیکنې سرلیک دی چې جیم مکلېنټایر او تراویس جې ترتین په ګډه کښلې ده.

په دې لیکنه کې په دوو جبهو کې جګړې ته په اشارې راغلي چې امریکا له یوې خوا پوځي هلې ځلې زیاتې کړي او بلې‌خوا ته ډیپلوماتیک فشارونه ډېر کړي څو له طالبانو سره د سولې جوړجاړی ممکن شي او د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه، چې اوس اتلسم کال ته داخله شوې، پای ته ورسېږي.

د واشنګټن اګزماینر ورځپاڼې لیکوالان باور لري، هغې ستراتېژۍ چې د افغانستان له حکومت سره پخلاینې ته د طالبانو د هڅولو لپاره ولسمشر ټرمپ د ۲۰۱۷ کال په دوبي کې جوړه کړه، تر اوسه د پام وړ نتیجه نه‌ده ورکړې.

اوس ټرمپ پر زلمي خلیل‌زاد حساب کوي چې د ده هلو ځلو ته نوې ساه ورکړي.

واشنګټن اګاماینر: اوس ټرمپ پر زلمي خلیل‌زاد حساب کوي چې د ده هلو ځلو او له طالبانو سره خبرو ته نوې ساه ورکړي.

واشنګټن اګزماینر: امریکا له یوې خوا پوځي هلې ځلې زیاتې کړي او بلې‌خوا ته ډیپلوماتیک فشارونه ډېر کړي.

په لیکنه کې د خلیل‌زاد پرله‌پسې سفرونو او سلا مشورو ته اشاره شوې او ویل شوي چې نوموړی ټول چاینلونه تجربه کوي.

ورځپاڼې په وروستیو ورځو کې د امریکايي پوځیانو د تلفاتو یادونه هم کړې ده.

سږ کال په افغانستان کې تر اوسه پورې ۱۳ امریکايي پوځیان وژل شوي دي.

تر ټولو وروستي تلفات په غزني کې دغو ځواکونو ته واوښتل.

  • واشنګټن پُسټ

واشنګټن پُسټ او څو نورو ورځپاڼو د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې د شااوخوا ۳۰ تنو ملکیانو د وژل کېدو خبر خپور کړی دی.

  • دییر ورلډ

خو د بریتانیا دییر ورلډ (Their World) نشریې په افغانستان کې د ماشومانو د زده‌کړو په لاره کې پر ستونزو تبصره کړې ده.

نشریه وايي چې په افغانستان کې پر تعلیمي مرکزونو حملې مخ پر زیاتېدو دي چې له کبله‌یې په دې برخه کې پرمختګ له خطر سره مخامخ شوی دی.

دییر ورلډ: په افغانستان کې پر تعلیمي مرکزونو حملې مخ پر زیاتېدو دي.

په دې لیکنه کې هغو پرمختګونو ته هم اشاره شوې چې په وروستیو کلونو کې افغانستان د تعلیم په برخه کې کړي، خو ویلي یې دي چې اوس تر ۳ میلیونه او ۷ لکه زیات افغان ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې دي چې ۲ میلیونه او ۲ لکه‌یې نجونې دي.

XS
SM
MD
LG