د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۹

روغتیايي مسؤلین: ارزګان کې د پولیو مثبته پېښه ثبت شوې


په پکتیا کې ماشومانو د پولیو واکسین ورکول
په پکتیا کې ماشومانو د پولیو واکسین ورکول

د ارزګان ولایت د عامې روغتیا ریاست مسؤلین خبر ورکوي چې د پولیو تازه پېښه د چهارچینو ولسوالۍ د کورک په کلي کې رامنځته شوې ده.

د دې ولایت د عامې روغتیا ریاست رئیس خان اغا میاخېل نن د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:

"دغه ماشوم رحمت‌الله نومېږي،د محمد سلیم زوی دی او ۳۶ میاشتې عمر لري. نوموړی د پولیو په ناورغۍ اخته شوی او لامل‌يې د واکسین نه‌کول دي."

ښاغلي میاخېل زیاته کړه، په چهارچینو ولسوالۍ کې له تېرو ۸ میاشتو راهیسې واکسین نه‎دی عملي شوی، ځکه د ځايي خلکو پوهه هم د واکسین د ارزښت په اړه کمه ده او د ګوزڼ وهلي ماشوم کورنۍ هم له واکسین سره مخالفت درلود.

د ارزګان ولایت
د ارزګان ولایت

په چهارچینو ولسوالۍ کې په تېرو څو میاشتو کې د پولیو دا دوهمه مثبته پېښه ده چې رامنځته کېږي.

دغه روغتیايي مسؤلین دغه‌راز خبر ورکوي که وسله‎وال طالبان واکسین ته کور په کور اجازه ورنه‎کړي، نو نورې مثبتې پېښې به هم ثبت شي.

د ځايي چارواکو په وينا، په‌دغه ولايت کې د واکسین هره دوره کې باید نږدې ٢٠٠ زره ماشومان واکسين شي، خو دا ځل يوازې ٨٠ زره ماشومان واکسينېږي.

مياخېل همداراز ازادي راډيو ته وويل چې په‌دغه ولایت کې له تېرو څو میاشتو راهیسې ۱۱۰ زره ماشومان له واکیسنه بې‌برخې پاتې دي.

میاخیل زیاته کړه:

"که طالبان نور هم په‌دغه ولایت کې د ګوزڼ ضد واکسین ته اجازه ورنه‌کړي، نو په‌دغه ولایت کې به د پولیو نورې پېښې هم رامنځته شي."

په هلمند کې د پولیو واکسیناتورانې
په هلمند کې د پولیو واکسیناتورانې

دا په‌داسې حال کې ده چې د دولت ضد وسله‌وال مخالفین د جنوبي ولایتونو په ناامنه ولسوالیو او نورو سیمو کې له تېرو ۸ میاشتو راهیسې کور په کور د واکسین له تطبیق سره مخالفت لري او پر ځای يې غوښتنه کړې چې یاد واکسین دې کلي په کلي عملي شي، خو د روغتيا نړيوالو سازمانونو ویلي چې د طالبانو دا پرېکړه ورته د منلو وړ نه‌ده.

د ارزګان ولایت خلکو پر طالبانو غږ وکړ چې ماشومان دې له دغه ناعلاجه ناروغۍ څخه وژغوري او په سیمه کې دې د پولیو ضد واکسین کمپاین ته کور په کور اجازه ورکړي.

طالبان هم مني چې تر خپل ولکې لاندې سیمو کې د پولیو د واکسین د کمپاین د کور په کور مخه‌یې نیولې، خو وايي دغه کار يې د خپلو ځانونو د خوندي کولو په هدف کړی.

په افغانستان کې د روان میلادي کال په ترڅ کې د پوليو د ټولو پېښو شمېر ۲۰ ته ورسېد چې ۱۴یې یوازې په کندهار، ارزګان او هلمند ولایتونو کې ثبت شوي دي.

راپور: شریف‌الله شرافت

XS
SM
MD
LG