د ولسي جرګې یو شمېر غړي چې پر قوماندان رازق د حملې د څېړنې لپاره کندهار ته تللي وایي چې د دې پېښې په اړهیې څېړنې ۸۰ فیصده بشپړې شوي او د ملي امنیت د څېړنو تر بشپړېدو وروسته بهيې پايله اعلان شي.
د ولسي جرګې لومړی مرستیال همايون همايون او د دې جرګې غړي حميدزي لالي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لیندۍ ۰۵» کندهار کې د قومي مشرانو او مخورو يوې غونډې ته وویل چې د جنرال رازق په ترور کې د سيمې د استخباراتو په ګډون ځينې کورنۍ کړۍ هم لاس لري، خو دوی پهدې برخه کې د کوم چا نوم ياد نهکړ.
همایون همایون زیاته کړه:
"یو پلاوی چې د ولسي جرګې له طرفه راغلی څېړنې شوي، غفلت هم شوی، په عین زمان کې داخلي دښمن هم پیاوړی دی او په څنګ کېيې ګاونډي هېوادونو هم خپل کار کړی دی."
بلخوا لالي حمیدزي د جنرال رازق په اړه وویل:
"پهدې کې شک نهشته چې د سیمې استخبارات په خاص ډول زموږ ګاونډي هېوادونه په قضیه کې دخیل دي، خو په څنګ کې يې نفوذي کسان هم په ولایت کې ورته ځای پر ځای شوي وو."
د ولسي جرګې څېړونکي پلاوي دغهراز هغه ګنګوسې رد کړې چې ګواکې د قوماندان رازق په وژلو کې بهرني ځواکونه لاس لري.
د يادولو ده چې د کندهار پخوانی امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق ۴۰ ورځې مخکې په کندهار ولایت مقام کې دننه د والي د يو ساتونکي لهخوا د ملي امنیت د رئیس سره یوځای په یوه وسلهوال بريد کې ووژل شو.
پهدغه برید کې د کندهار والي زلمی ویسا سخت ټپي شو چې اوسمهال په هند کې تر درملنې لاندې دی.
راپور : صادق رښتینی