د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي، په پاکستان کې د تلپاتې سولې لپاره په افغانستان کې سوله ضروري ده او موږ باید د افغانستان د سولې په پروسه کې له نورو شریکوالو سره یوځای رول ولوبوو.
نوموړی همدا شان وايي، هېواد یې پر خپله خاوره یوه تپل شوې جګړه کړې چې له املهیې پاکستان ستره اقتصادي بیه پرې کړې او ټینګار یې کړی چې په راتلونکي کې پر خپله خاوره پهدې ډول هېڅ جګړه کې برخه وانهخلي.
عمران خان دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ افغان پولې ته څېرمه د خېبر پښتونخوا شمالي وزیرستان سیمې ته د سفر پر مهال د شمالي او جنوبي وزیرستان د قومي مشرانو یوې غونډې ته د وینا پر مهال کړې دي.
که څه هم د عمران خان دفتر شمالي وزیرستان ته د هغه د دغه سفر په اړه څه نهدي ویلي، خو د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې «ISPR» پهدې اړه په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې له عمران خان سره پهدغه سفر کې د پوځ مشر او یو شمېر حکومتي وزیران هم شامل وو.
خبرپاڼه کاږي چې صدراعظم عمران خان شمالي وزیرستان ته د خپل سفر پر مهال پر پاک-افغان سرحدي کرښې د پوځ لهخوا د اغزن تار د غځولو بهیر هم لیدلی او همدا شانیې د شمالي او جنوبي وزیرستان د قومي مشرانو یوې غونډې ته وینا هم کړې ده.
خان دغې غوڼدې ته د وینا پر مهال ویلي چې پاکستان پر خپله خاوره تپل شوې جګړه کړې او ټینګار یې کړی چې هېواد بهیې په راتلونکي کې پر خپله خاوره دا ډول جګړه ونهکړي.
عمران خان همدا شان د ترهګرۍ پر خلاف جګړه کې د بریاوو له امله خپل پوځ او امنیتي او استخباراتي ادارې ستایلي او ویلي یې دي:
"بل هېڅ یوه هېواد او امنیتي ځواکونو یې هغه څه نهدي کړي، کوم چې پاکستان او امنیتي ځواکونو یې د ترهګرۍ پر خلاف جګړه کې کړې دي."
صدراعظم خان د شمالي او جنوبي وزیرستان د قومي مشرانو دغې غونډې ته د وینا پر مهال د افغانستان یادونه هم کړې او د پاکستان د تلپاتې سولې لپارهیې په افغانستان کې سوله مهمه بللې او زیاته کړې یې ده:
"موږ له پولو وراخوا سوله غواړو. موږ باید د سولې په پروسه کې له نورو شریکوالو سره یوځای رول ولوباوو، ځکه چې د پاکستان د تلپاتې سولې لپاره په افغانستان کې سوله ضروري ده."
په پاکستان کې د نوي حکومت تر رامنځته کېدو او قبایلي سیمې له خېبر پښتونخوا سره تر یوځای کېدو وروسته دا د عمران خان شمالي وزیرستان ته لومړی سفر و.
د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانګې د خبرپاڼې له مخې عمران خان شمالي وزیرستان ته د خپل سفر پر مهال د دغه سیمې د خلکو لپاره د روغتیا، تعلیم او روزګار په لړ کې د یو شمېر پکېجونو اعلان هم کړی دی.