د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

ولسي جرګه: مظاهره د خلکو حق دی، خو باید سوله‌ییزه او د قانون په چوکاټ کې وي


د افغانستان ولسي جرګه وايي، مظاهره د خلکو مسلم حق دی، خو په وینا یې مظاهرې باید د قانون په چوکاټ کې په سوله‌ییز ډول ترسره شي.

د کابل ښار په لوېدیځ کې د یو سیمه‌ییز قوماندان د نیول کېدو په غبرګون د یکشنبې ورځې له مظاهرو وروسته د ولسي جرګې رئیس وايي، مظاهرې د خلکو له حقونو څخه شمېرل کېږي، خو په وینا یې دغه مظاهرې باید د قانون پر اساس او سوله‌ییزې وي.

د جرګې مشر عبدالرؤف ابراهیمي د دوشنبې ورځې «۱۳۹۷ کال د لیندۍ ۰۵» په عمومي ناسته کې وویل، که مظاهرې په تاوتریخوالي اوړي، د علي‌پور د خوشې کېدو پر ځای به ستونزې لا ډېرې شي.

عبدالرؤف ابراهیمي
عبدالرؤف ابراهیمي

نوموړی وايي:

"که حکومت یو واضح دلیل د قوماندان علي‌پور د نیولو لپاره نه‌شي وړاندې کولای هغه مهال د خلکو مسلم حق دی چې د قانون په چوکاټ کې مظاهرې وکړي او حکومت متوجې کړي چې دغه ډول اقدام د قانون خلاف دی."

ښاغلي ابراهیمي دا خبرې د کابل ښار په لوېدیځ کې د تېرې ورځې د مظاهرو په تړاو د ولسي جرګې د غړو له څرګندونو وروسته وکړې.

د ولسي جرګې مشر د جرګې کورني امنیت کمېسیون ته دنده وسپارله، څو د ملي امنیت عمومي ریاست سره په اړیکه کې د قوماندان علي‌پور د نیولو قضیه روښانه او خلکو سره معلومات شریک کړي.

په همدې حال کې د ملي امنیت عمومي ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د علي‌پور نیول کېدل تأیید کړي او ویلي یې دي چې دغه کس د ۱۳۹۵ لمریز کال په لومړیو کې د غیر مسؤله وسله‌والو په تشکیل سره غیر قانوني فعالیتونه کول.

علي‌پور نومې سیمه‌ییز قوماندان د یکشنبې په ورځ د کابل په لوېدیځ کې د ملي امنیت ریاست ځواکونو له‌خوا ونیول شو چې سلګونه کسانو د اعتراض په ډول مظاهره وکړه.

د کابل امنیه قوماندان وايي، د کابل د تېرې ورځې په مظاهرو کې له ۲۰ ډېر پولیس ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې یو غړي غلام فاروق مجروح د تېرې ورځې مظاهرې غیر قانوني وبللې او ویې‌ویل چې د تېرې ورځې مظاهره په تاوتریخوالي بدله شوه او ښاریانو ته‌یې ګڼې ستونزې راولاړې کړې.

نوموړی وايي:

"د قانون له مخې مظاهرې د خلکو له حقونو شمېرل کېږي، خو تاوتریخوالی، اور اچول، پر پولیسو ډزې کول او موټرو ته اور ورته کول سم کار نه‌دی."

خو د ولسي جرګې بل غړي محمد عارف رحماني د علي‌پور د خوشې کېدو لپاره اعتراضونه د خلکو قانوني حق یاد کړ او ویې‌ویل چې پولیس په مظاهره کوونکو د ډزو حق نه‌لري.

دی وايي:

"د ښاغلي علي‌پور د خوشې کېدو په تړاو د خلکو اعتراضونه د دوی مشروع حق دی او پولیس پر خلکو د ډزو او دا چې په رنجرو سره پرې ورشي، حق نه‌لري."

ښاغلي رحماني له مظاهره کوونکو هم وغوښتل چې د مظاهرو پر مهال له احساساتو کار وانه‌خلي او نه هم په تاوتریخوالي لاس پورې کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG