د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۲

ننګرهار: له داعشه په پاکو شویو سیمو کې ولسي ځواک ځای پر ځای شوی


د ننګرهار ولایتي اداره وايي، د دې ولایت په یو شمېر سیمو کې یې د روانو عملیاتو په پایله کې ګڼې سیمې له داعش وسله‌والو پاکې کړي او په ځينو سیمو کې اوس هم عمليات روان دي.

د ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، په هسکه مېنه، کوټ، اچین او نازیانو ولسوالیو کې هغه سیمې چې له کلونو راهیسې داعش وسله‌والو سره وې هغه ترې پاکې شوي او په همدې سیمو کې ګڼ شمېر روزن‌ځایونه او پټن‌ځایونه له‌منځه تللي.

عطالله خوګياڼی وايي، له پخوا سره د اوسنیو عملياتو لوی توپير هم دا دی چې په پاکو شویو سیمو کې ولسي ځواک ځای پر ځای شوی.

د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګياڼی
د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګياڼی

دی وايي:

"د پخوانیو سره د روانو عملیاتو توپير همدا دی چې کله هم عمليات پيل کوو، هلته د ساتنې تدابير نیسو، په هره سیمه کې تاسو د نازیانو ولسوالۍ ښه بېلګه ليدلی شئ، کومې سیمې چې پاکې شوې هلته ولسي ځواک ځای پر ځای شو، د ننګرهار په هره سیمه کې چې ساحه له داعش وسله‎والو پاکه شوې هغه ځایونه د خلکو په همکارۍ ساتل شوي."

ښاغلی خوګياڼی وايي، د دې عملياتو په پایله کې د داعش وسله‌والو هغه رهبري چې د جګړه‌ييزو عملياتو پلان جوړونه او رهبري يې کوله په بشپړ ډول ختمه شوې.

ښاغلی خوګیاڼی زیاتوي:

"هغه رهبري چې هغوی جګړه‌ييز پلانونه طرحه کول او یا دوی روزنې ورکولې هغه مرکزونه ټول تخریب شوي."

دی وايي، اوس هم په هغو سیمو کې چې د داعش څرک ليدل کېږي عمليات روان دي چې د دې عملياتو په ختمېدو سره به د داعش ټغر هم له ننګرهاره ټول شي.

د شینوارو اوسېدونکی مستان وايي، د وروستیو عملياتو نه خلک خوښ دي، خو غوښتنه‌يې له ولایتي ادارې دا ده چې په پاکو شویو سیمو کې د دايمي امنیت په اړه فکر وکړي.

مستان زیاته کړه:

"حکومت نه مو غوښتنه دا ده چې په‌دې وروستیو کې چې کومه توجه امنیت ته شوې دا باید برقراره وساتل شي او نه‌یوازې برقراره، بلکې ځينې هغه نورې سیمې هم له اورپکو پاکې کړي چې اوس ورکې یو څه وېره شته او خلکو نه مو غوښتنه دا ده چې خپلو مېنو ته ستانه شي دې سره امنیت لا ښه کېدلی شي."

د ويلو ده چې له داعش وسله‌والو څخه پاکو شویو سیمو ته د ګوتو په شمار کورنۍ ستنې شوي.

د دې سیمو خلک غوښتنه کوي چې ولایتي اداره دې د مرستندويه ادارو پر مټ دوی ته د ستنېدو لپاره لازمې اسانتياوې برابرې کړي چې خلک خپلو مېنو ته ستانه شي.

راپور: شاه‌محمود شینواری

د دې راپور غږیزه بڼه هم اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:25 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG