د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۱

پاترېشیا ګاسمن: د افغانستان تمويلوونکي هېوادونه په جنيوا کې سره جرګه کېږي


  • د بشري حقونو د څار سازمان «Human Rights Watch»

د بشري حقونو د څار سازمان يا هيومن رايټس واچ پرون د افغانستان په اړه پر هغه کنفرانس ليکنه خپره کړې چې په پام کې ده روانه اوونۍ د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو په سويس کې وشي.

ليکوالې پاترېشیا ګاسمن ليکلي: د افغانستان تمويلوونکي هېوادونه به په جنيوا کې سره جرګه کېږي چې د اصلاحاتو په برخه کې له افغان لوري د پرمختګونو راپور واوري.

د ليکوالې په باور دغه کنفرانس تمويلوونکو هېوادونو ته چې په افغانستان کې له ١٧ کلنې جګړې ستړي شوي کوچنى فرصت ورکوي، څو د شویو کارونو لېست برابر کړي.

په ليکنه کې راغلي:

په داسې حال کې چې د سولې د مذاکرو ليدلورى پراخ شوى، د بشري حقونو په برخه کې د حکومت د راپور ارزونه تر بل هر وخت مهمه ده.

د بشري حقونو د څار سازمان په ليکنه، که څه هم د افغانستان حکومت په وروستيو کې يو لړ اصلاحات پيل کړي، خو د بشري حقونو د سرغړونو پر محدودولو يې لږ اغېز کړى دى.

ليکواله پاترېشیا ګاسمن ليکي:

حکومت تېر ميلادي کال داسې قانون تصويب کړ چې شکنجه په‌کې جرم ګڼل شوې او حکومت په نوي قانون کې تازه مقررات درج کړي دي، خو له دې سره سره د توقيف شویو کسانو شکنجه اوس هم روانه ده.

په مقاله کې د ملګرو ملتونو د مرستندوى مأموريت يا يوناما د ٢٠١٧ میلادي کال راپور ته اشاره شوې چې وايي، له ٢٠١٠ میلادي کال راهيسې چې د توقيفونو څارنه پيل شوې، اوس د پوليسو په توقيف‌ځايونو کې د هغو کسانو شکنجه خورا زياته ده چې د جګړو اړوندو مسايلو په تړاو نيول کېږي.

په ليکنه کې د ښځو په وړاندې د زور زياتي او د خبريالانو په وړاندې د حکومتي چارواکو او امنيتي ځواکونو د ناوړه چلند د زياتېدو يادونه هم شوې ده.

  • سټارز اېنډ سټرايپس «Stars and Stripes»

له امريکا خپرېدونکې ورځپاڼې سټارز اېنډ سټرايپس چې تر ډېره د امريکايي پوځيانو په اړه ليکنه خپروي، د افغانستان په اړه يوه مفصله مقاله خپره کړې ده.

د ليکنې په پيل کې راغلي: افغانستان ته د لومړيو امريکايي سرتېرو له داخلېدو ١٨ کاله وروسته لا هم دغه هېواد له خطره ډک ګڼل کېږي.

د ليکنې په حواله دا هغه درسونه دي چې د استازو په جرګه کې د امريکا د جمهوريت غوښتونکي ګوند غړي دارين سوتو «Darren Soto» د کانګرس د يوه پلاوي په ترکيب کې افغانستان ته د خپل پنځه ورځني سفر پر مهال تجربه کړل.

د ورځپاڼې په ليکنه کله چې ښاغلى سوتو په افغانستان کې و، يوې ترورېستي حملې دوه ډاکتران ووژل او په هغه ورځ چې دغه پلاوی له افغانستانه ستنېده، بلې چاودنې لږ تر لږه د ٥٠ کسانو ژوند واخیست.

سټارز اېنډ سټرايپس ورځپاڼه ليکي:

دا له کله چې سوتو د ٢٠١٧ میلادي کال په جنورۍ کې کانګرس ته لار پيدا کړه، افغانستان ته‌يې لومړى سفر و.

ده ويلي چې افغانستان ته‌يې د سفر پر مهال له امريکايي پوځيانو سره کتلي دي.

دارين سوتو ويلي، د داعش ډلې د خراسان څانګې ترورېستي حملو ته په پام سره دا زموږ د هېواد لپاره تر ټولو لوى ګواښ دى.

XS
SM
MD
LG