د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۲

جنرال تادين: هيڅ چا ته به د ولس د ژوند او امنيت د ګواښلو اجازه ورنه کړم


د افغانستان د سوېلي ولايت کندهار امنيه قوماندان تادين خان اڅکزی وايي چې هېڅ کس يا ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې د ولس ژوند او امنيت له ګواښ سره مخ کړي.

نوموړي د نومبر پر ۲۴مه د ازادي راډيو د مشال څانګې له خبريال احمد شاه اعظمي سره د مرکې پر مهال وويل چې د خپل ورور او د دې ولايت د پخواني امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق خان تر وژل کېدو وروسته يې د ولس او قومي مشرانو پر غوښتنه دې دندې ته غاړه کېښوده.

هغه زياته کړه چې له جنرال رازق سره يې د يو ملګري او مشاور په حېث په نظامي او ملکي چارو کې له نېږدې کار کړی او د هغه کارونه يې څارلي دي.

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:12 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG