د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ وايي، د کمېسیون د کمزوري مدیریت له امله ونه توانېد چې په ټاکلي وخت د ولسي جرګې د رأیو لومړۍ پایلې اعلان کړي.
د دغه بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید ازادي راډیو ته وویل، د رأیو په ځنډ اعلان پر انتخاباتو د خلکو باور ته زیان رسوي.
له ښاغلي رشید سره رحمت الله افغان مرکه کړې او په سر کې یې ورنه په خپل وخت د نتایجو د اعلان د ځنډ عوامل پوښتلي؟
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: