- واشنګتن ټایمز
واشنګتن ټایمز د افغانستان د سولې په خاطر د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په هڅو مقاله لیکلې ده.
ورځپاڼه لیکي چې دغه افغان – امریکایي سیاستوال تېره اوونۍ درې ورځې په قطر کې د طالبانو له لوړپوړو غړیو سره خبرې وکړې.
د ورځپاڼې په لیکنه له طالبانو سره مستقیمې خبرې د جنګ له میدانه د دې ډلې د شاته کولو او د سولې خبرو ته د را کاږلو په خاطر د ولسمشر ټرمپ د ادارې د تګلارې یوه مهمه برخه ده.
طالبان له نږدې شلو کلونو راهیسې د امریکا، ناټو او افغان پوځ پر ضد جنګیږي.
واشنګتن ټایمز لیکي د طالبانو له استازیو سره د خلیلزاد له خبرو ښکاري چې ده د امریکا د مخکینیو غوښتنو په خلاف عمل کړی.
امریکا دا ټینګار پخوا درلود چې طالبان یواځې د اشرف غني له حکومت سره چې د امریکا له ملاتړ برخمن دی خبرې وکړي.
- ایکانومیک ټایمز
ایکانومیک ټایمز ورځپاڼې د افغان پوځیانو په مرګ ژوبلې مقاله لیکلې ده.
ورځپاڼې د یوه افغان سرتیري په اړه لیکلي له کله چې ګڼ ملګري یې له طالبانو سره په جګړه کې ووژل شول او د پوځ لوړ پوړو چارواکو یې هم شپږمیاشتنی معاش وخوړ پرېکړه کړې چې اردو پریږدي.
ایکانومیک ټایمز لیکي چې د افغان امنیتي ځواکونو له لیکو له ډېره وخته سرتیري وځي.
خو د ورځپاڼې په لیکنه اوس چې طالبان په اولس کلنه جګړه کې برابر روان دي شننونکي ګواښ کوي چې د افغان سرتیروي د مرګ ژوبلو شمېر داسې حد ته رسیدلی چې لا هم پسې زیاتیږي.
ایکانومیک ټایمز د افغان ولسمشر اشرف غني خبرې هم راخیستي چې د پولیسو او اردو د مرګ ژوبلو په اړه یې کړي.
عتیق الله امرخیل : داسې ورځ به را ورسیږي چې هیڅوک به نه وي څو د افغان پوځ په لیکو کې استخدام شي.
ښاغلي غني همدا میاشت وویل له کله چې له ۲۰۱۵ کاله افغان پوځیانو له امریکايي ځواکونو نه د افغانستان امنیتي مسوولیت واخیست نږدې ۳۰ زره افغان پولیس او پوځیان وژل شوي دي.
ایکانومیک ټایمز د افغان پوځي کارپوه عتیق الله امرخیل په حواله لیکلي چې که د افغان پوځیانو مرګ ژوبله همداسې روانه وي داسې ورځ به را ورسیږي چې هیڅوک به نه وي څو د افغان پوځ په لیکو کې استخدام شي.