- دې هېل
د امريکا چاپ دې هېل ورځپاڼې له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره د افغانستان د سولې په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي هڅو ته پام کړی دی.
زلمي خليلزاد د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته په خبرو کې هيله څرګنده کړه چې له طالبانو سره سوله به د راتلونکي ميلادي کال تر اپرېل يعنې د افغانستان د ولسمشرۍ تر انتخاباتو مخکې وشي.
د ورځپاڼې په وينا، خليلزاد د سولې د معاملې په اړه په محتاطانه توګه خوشبیني څرګنده کړه.
د ورځپاڼې په وينا، دغه افغانالاصله امریکايي ډیپلومات ويلي، فکر کوي چې د سولې او پخلاينې فرصت شته.
ورځپاڼه ليکي، له افغان حکومت سره له خبرو د طالبانو ډډه د دې لامل شوه چې امريکايي چارواکي مخامخ له طالبانو سره وويني.
طالبانو تأييد کړه چې د خليلزاد په مشرۍ امریکايي پلاوي په قطر کې په درېیو ورځنیو مذاکراتو کې ګډون کړی وو.
دې هېل: خليلزاد د سولې د معاملې په اړه په محتاطانه توګه خوشبیني څرګنده کړه.
دا مذاکرات له چهارشنبې تر جمعې په دوحه ښار کې وشول، هغه ښار چې پهکې د طالبانو سياسي دفتر دی.
ذبيحالله مجاهد چې ځان د طالبانو وياند معرفي کوي، ويلي چې مذاکرات د افغانستان قضیې ته پر سولهيیز حل متمرکز وو.
- ګلوب اېنډ مېل
ګلوب اېنډ مېل د کاناډا چاپ ورځپاڼې په دې عنوان يوه مقاله خپره کړې ده، د افغانستان تقريباً هېره شوې جګړه زموږ پام ته اړتيا لري.
ورځپاڼې امريکا ته د کاناډا د پخواني سفير ډيريک بورني له قوله ليکلي، له افغانستانه ډېر کم ښه خبرونه راځي.
د ورځپاڼې په وينا، بورني چې له ۱۹۸۹م کال څخه تر ۱۹۹۳م کال پورې په امریکا کې د کاناډا سفير وو، باور لري چې تر ۱۷ کلنې جګړې، تر ۱۰۰ میليارده ډالرو زیات مصرف، د متحدو هېوادونو د زرګونو سرتېرو پر حضور او افغان او نړيوالو ځواکونو ته تر تلفاتو اووښتو سربېره د افغانستان وضعيت ښه نهدی.
په مقاله کې راغلي، نن د افغانستان وضعيت د ۲۰۰۷م کال په پرتله ښه نهدی کله چې یو کاناډايي پلاوی افغانستان ته تللی وو.
د مقالې د ليکوال په وينا، افغانستان د پای ته نهرسېدونکي تاوتريخوالي او پراخ اداري فساد سره مخامخ دی او طالبان د افغانستان تر نيمايي برخې په خپل کنټرول کې لري.
ورځپاڼه ليکي: له ډېر زدهکړي او تجربه لرونکي ولسمشر محمد اشرف غني څخه د لا زیاتو اقداماتو تمه کېده.
ګلوب اېنډ مېل: د امريکا عدليې وزارت په ښکاره افغان حکومت بېقانونه، ضعيف او ناکاره بولي.
خو د ورځپاڼې په وينا، غني نهدی توانېدلی په خپل حکومت کې اصلاحات رامنځته کړي.
په مقاله کې راغلي چې د امريکا عدليې وزارت په ښکاره افغان حکومت بېقانونه، ضعيف او ناکاره بولي.