د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۹

د فوټبال د ۱۷کلنو ځوانانو افغان لوبډله د سبروتو کپ فاینل ته لاړل


د افغانستان د فوټبال د ۱۷ کلنو ځوانانو ملي لوبډله له شپږو پرله‌پسې بریاوو سره د سبروتو کپ فاینل سیالیو ته ولاړل.

د فوټبال فدراسیون د نشراتو مشر شفیع شاداب ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان د فوتبال اولس کلنو ځوانانو لوبډله په یوه سخته سیالۍ کې وتوانېدل چې د کریلا لوبډلې یو د صفر په وړاندې ماتې ورکړي او فاینل سیالۍ ته لاره ومومي.

د دغه سیالۍ یوازنی ګول وهونکی شبیر دی چې د سیالۍ په لومړی نیمه کې وتوانېد د سیال ټیم دروازه خلاصه کړي.

د یادونې وړ ده چې فاینل سیالۍ د نوومبر په شلمه نېټه د بنګلادېش له ۱۷کلن ملي ټیم سره تر سره کېږي.

دا سیالۍ چې دوه اونیو وړاندې د اسیایي او اروپایي هېوادونو ۴۰ مخکښو ټیمونه ترمنځ شوې وه، په پایله کې یې د افغانستان ۱۷ کلنو ځوانو لوبډلې وکولای شول چې په شپږو پرله‌پسې بریاوو وروسته د دغو لوبو فاینل سیالیو ته ورسېږي.

XS
SM
MD
LG