د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۳

د سولې عالي شورا: له طالبانو سره سوله په کومه بیه کېږي؟


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، باید پوه شو چې له وسله والو طالبانو سره سوله په کومه بیه تمامېږي.

د دې شورا مرستیالې، حبیبې سرابي پرون شنبه د نوومبر۱۷مه، ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد ډاډ ورکړی چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره د خپلو خبرو جزئیات به ورسره شریک کړي.

د رپوټونو پر اساس، زلمی خلیلزاد پرون له قطره کابل ته ستون شوی دی.

دا د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې په اړه د خبرو لپاره سیمې ته د خلیلزاد دوهم رسمي سفر دي.

مخکې د سولې عالي شورا شکایت درلود چې زلمي خلیلزاد د سولې لپاره له روانو هڅو دوي څنډې ته کړي دي.

خو د دې شورا مرستیالې حبیبې سرابي پرون وویل چې زلمي خلیلزاد له دوی سره د کتنې ډاډ ورکړی دی.​حبیبه سرابی

حبیبې سرابي زیاته کړه:

"هغه څه چې موږ ته مهمه ده دا ده چې کومې خبرې چې په قطر یا بل هرځای کې کېږي باید د سولې له عالي شورا سره مطرح شي، موږ ته د خلیلزاد له لوري پیغام را رسېدلی چې له موږ سره به پر هغو موضوعاتو چې په دوحه کې یې خبرې ورسره کړې، بحث وکړي. موږ به له خلیلزاد سره مخامخ وګورو او خبرې به ورسره وکړو​."

د رپوټونو پر اساس، زلمي خلیلزاد بیا په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره کتلي دي.

د دې خبرو جزئیات له رسمي سرچینو نه‌دي خپاره شوي.

خو په سیمه کې پېژندل شوي خبریال، سمیع یوسفزي پرون په ټوېټر لیکلي چې په قطر کې د طالبانو له سیاسي دفتره ملا فضل او ملا نورالله نوري له خلیلزاد سره خبرې کړي دي.

د سولې د مذاکرو لپاره د طالبانو یو اساسي شرط له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل بلل کېږي.

زلمی خلیل‌زاد
زلمی خلیل‌زاد

د سولې د عالي شورا مرستیالې، حبیبې سرابي ازادي راډیو ته وویل، داسې رپوټونه ور رسېدلي چې خلیلزاد او د طالبانو د سیاسي دفتر استازو له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه جوړجاړی کړی دی.

خو هغې ټینګار وکړ چې له خلیلزاد سره په کتنه کې به دا پوښتنه وکړي او خپلې اندېښنې به له هغه سره شریکې کړي.

حبیبې سرابي زیاته کړه:

"د یوې ښځې په توګه او د افغانستان د یوه وګړي په حیث زه غواړم چې په افغانستان کې د سولې په بیه وپوهېږو، موږ باید وپوهېږو چې په کوم قیمت سوله کوو؟ په افغانستان کې د سولې لپاره کوم ارزښتونه په پام کې نیول شوي دي؟ په دې پوهېدل زموږ لپاره اهمیت لري."

د افغانستان د کورنیو رسنیو په حواله، ټاکل شوې چې زلمی خلیلزاد په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره د خپلو خبرو جزئيات له ولسمشر محمد اشرف غني سره شریک کړي.

د غني او خلیلزاد د کتنې وخت نه‌دی څرګند شوی.

د جمهور رئیس د مطبوعاتي دفتر مرستیال ویاند، شاه حسین مرتضوي په‌دې اړه د جزئیاتو له ورکولو ډډه کړې ده.

مرتضوي ازادي راډیو ته وویل چې د ولسمشر کاري مهالوېش ته تر کتنې وروسته به معلومات شریک کړي.

XS
SM
MD
LG