د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۳

خليلزاد غواړي چې د سولې په پروسه کې افغان حکومت څنډې ته پاتې نه شي


د افغانستان د سولې لپاره د امريکا متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى هڅه کوي څو ډاډمنه کړي چې افغان حکومت له طالبانو سره د سولې په پروسه کې په څنډه کې پاتې نه شي.

ځينو افغان چارواکو د جمعې په ورځ وويل، زلمى خليلزاد دا هڅه په داسې وخت کې کوي چې شکايتونه شوي چې ګواکې افغان حکومت د سولې په روانه پروسه کې څنډې ته پرېښوول شوى دى.

د سولې عالي شورا مرستیالې حبیبې سرابي تېره پنجشنبه د لړم په ۲۴مه په کابل کې يوې غونډې ته وويل، د سولې پروسه د دغې شورا له لاسه وتلې ده.

د روېټرز اژانس په حواله، زلمى خليلزاد د افغانستان د ټولنې له استازو غواړي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې په روانو خبرو کې برخه واخلي.

زلمى خليلزاد چې تر را روانې سې شنبې د سيمې په دوهم سفر وتلى، تېره اوونۍ په کابل کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله، نورو مقاماتو او سياستوالو سره وکتل.

د سولې عالي شورا تمه لري چې د زلمي خليلزاد په منځګړيتوب به بالاخره بين الافغاني مذاکرو ته زمينه برابره شي.

د دې شورا وياند سيد احسان طاهري تېره شپه ازادي راډيو ته وويل:

سید احسان طاهري
سید احسان طاهري

"د افغانانو په مالکيت د سولې لپاره کارونه کوي، موږ هيله مند يوو چې ژر تر ژره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بين الافغاني مذاکرات پيل شي چې د هر جنجال لپاره د بين الافغاني تفاهم له لارې تصميم ونيول شي، يوه موافقه لاسليک شي چې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره خلکو ته نوي خبرونه ولرو."

زلمى خليلزاد چې په افغانستان کې زېږېدلى او د امريکا تابعيت هم لري، په وروستيو کې د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى ټاکل شوى دى.

ښاغلي خليلزاد تېره مياشت په قطر کې د طالبانو له استازو سره وکتل او د سولې پر امکاناتو يې ورسره خبرې وکړې.

وسله والو طالبانو په وار وار له افغان حکومت سره له مستقيمو خبرو انکار کړى او وايي چې له امريکا سره مستقيماً د سولې مذاکرې غواړي.

د طالبانو د پلاوي دوه غړي د مسکو په غونډه کې
د طالبانو د پلاوي دوه غړي د مسکو په غونډه کې

په همدې حال کې د سياسي مسايلو تحليلګر محمد شفيق امين له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، د سولې د مذاکرو اصلي اړخ نن سبا د امريکا متحد ايالتونه دي.

ده زیاته کړه:

"که حقيقت ته ځير شو، د سولې د مذاکرو اصلي اړخ د امريکا حکومت دى، د سولې په پروسه کې چې پېچلي مسايل مطرح کېږي، له امريکا پرته ورته د حل لار نه شي پيدا کېدلاى، خو دا چې دا موضوع د استقلال له مسئلې سره تړاو لري، افغان حکومت يې په ظاهره داسې اعلانوي چې د سولې پروسې مالکيت بايد له موږ سره وي."

د ولسمشر محمد اشرف غني يوه نېږدې همکار چې نوم يې نه دى اخيستل شوى، پرون روېټرز اژانس ته ويلي:

"ولسمشر غني او ګڼ افغان سياستوال داسې احساس کوي چې امريکا د سولې په مذاکرو کې افغانستان په حاشيه کې پریښى دى."

خو دغې سرچينې بيا هم هيله ښودلې چې زلمي خليلزاد له بېلابېلو افغان سياستوالو، د مدني ټولنې له استازو او ښځو سره په کتنه کې ډاډ ورکړى چې امريکا به د سولې د مذاکرو په بل پړاو کې افغانان په حاشيه کې پرې نږدي.

په وروستيو کې د افغانستان د سولې په اړه د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ مشورتي غونډې پيل شوې دي.

ولسمشر غني په تېرو څو ورځو کې په دې تړاو له پخوانيو جهادي څېرو، د سياسي ګوندونو له مشرانو او نورو فعالانو سره کتلي دي.

XS
SM
MD
LG