د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۲

واشنګتن پُسټ: له طالبانو سره د خبرو په برخه کې هم ځینې خوځښتونه شوي


  • واشنګتن پُسټ

واشنګتن پُسټ ورځپاڼې د افغانستان د انتخاباتو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

د ورځپاڼې په لیکنه د ۲۰۱۹ کال د اپریل په شلمه د لویدیځ له ملاتړ برخمن د افغانستان ولسمشرۍ انتخابات یوه مهمه موقع ده څو په دې هېواد کې اولس کلنه جګړه حل او فصل شي.

واشنګتن پُسټ لیکي چې د انتخاباتو په نږدې کېدو سره سر له اوسه سیاسي خبرې ښکته پورته کیږي.

په دوام کې راغلي چې په عین حال کې له طالبانو سره د خبرو په برخه کې هم ځینې خوځښتونه شوي.

واشنګتن پُسټ:د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د سولې د پروسې لپاره فشارونه زیات کړي.
واشنګتن پُسټ:د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د سولې د پروسې لپاره فشارونه زیات کړي.

ورځپاڼې لیکلي چې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د سولې د پروسې لپاره فشارونه زیات کړي او د وسله والو مخالفینو مشرانو هم د لومړي ځل لپاره د خبرو لپاره لیوالتیا ښودلې.

خو طالبانو ټینګار کړی چې د ولسمشر غني له ادارې سره نه بلکې له امریکايي چارواکو سره خبرې کوي.

واشنګتن پُسټ: طالبانو ټینګار کړی چې د ولسمشر غني له ادارې سره نه بلکې له امریکايي چارواکو سره خبرې کوي.

لکه څنګه چې یو ځل دوی په قطر کې هم له طالبانو سره وکتل او وروسته یې د مسکو په ناسته کې برخه واخیسته.

د واشنګتن پُسټ ورځپاڼې لیکلي چې په افغانستان کې دننه او په لویدیځ کې داسې اوازې دي چې سوله ښايي لومړیتوب ولري د هغو انتخاباتو په نسبت چې احتمالاً اوسنی وضعیت تکرار کړي او د خبرو په مخ لومړني ګامونه له خنډ سره مخ کړي.

  • فارن پالیسي

د واشنګتن سخت دریځي تهران ته د طالبانو د تمویل پلمه په لاس ورکوي.

دا په فارن پالیسي خپرونه کې د یوې مقالې عنوان دی چې په ایران د امریکا د بندیزونو د تاثیراتو په اړه یې خپره کړې ده.

د مقالې لیکوال مایکل کوګلمن ویلي له اټومي تړونه د امریکا په شا کېدل او په ایران د بندیزونو لګول به ښايي د ایران په ختیځ ګاونډي افغانستان کې چې د امریکا نه ختمېدونکې جګړه پکې روانه ده تشدد لا پسې زیات کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مې په میاشت کې له ایران سره له اټومي تړون ووت او تر ټولو سخت تازه بندیزونه یې د همدې نومبر میاشتې په پنځمه د تهران په تیلو او بانکي سیسټمونو ولګول.

فارن پالیسي: له اټومي تړونه د امریکا په شا کېدل او په ایران د بندیزونو لګول به ښايي د ایران په ختیځ ګاونډي افغانستان کې تشدد لا پسې زیات کړي.
فارن پالیسي: له اټومي تړونه د امریکا په شا کېدل او په ایران د بندیزونو لګول به ښايي د ایران په ختیځ ګاونډي افغانستان کې تشدد لا پسې زیات کړي.

فارن پالیسي لیکي چې له طالبانو ملاتړ له امریکا د غچ اخیستلو یواځینې وړیا لار ده خو د همدې همکارۍ پټ اصلیت هم تهران ته موقع ورکوي چې طالبانو سره خپله همکاري رد یې کړي.

واشنګتن وار له مخه له تهران سره د طالبانو د اړیکو په اړه اندېښنه ښودلې. د افغانستان په لویدیځ کې چارواکو ویلي چې د ایران د سپاه پاسداران ډله طالبان تمویلوي او وسلې ورکوي.

د افغانستان په لویدیځ کې چارواکو ویلي چې د ایران د سپاه پاسداران ډله طالبان تمویلوي او وسلې ورکوي.

د طالبانو یوه مشر هم د لندن ټایمز ته منلې وه چې ایران د دوی یو شمېر جنګیالي روزي.

فارن پالیسي لیکي طالبان سنیان دي او ایران هم شیعه هېواد دی چې تر منځ یې اړیکه یو څه عجیبه ښکاري خو په دې ټولو توپیرونو سربېره هم یواځې له امریکا سره د دوی ګډه دښمني یو دلیل په لاس ورکوي چې دوی سره همکار و اوسي.

XS
SM
MD
LG