نیویارک ټایمز:
د افغان پوځیانو د تلفاتو مسئلې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې پام ځان ته جلب کړی دی.
د ورځپاڼې په لیکنه، له ۲۰۱۵ کال راهیسې څه باندې ۲۸ زره پولیس او د پوځ سرتېري وژل شوي دي.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په لیکنه، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني روانه اوونۍ دا شمېرې په ډاګه کړې.
نیویارک ټایمز لیکي چې ښاغلي غني په دې کار سره د افغان پوځیانو د تلفاتو په اړه د خپل حکومت چوپتیا ماته کړه.
د ورځپاڼې په لیکنه، د نومبر له نهمې تر پنځلسمې لږ تر لږه ۲۴۲ افغان پوځیان وژل شوي دي.
نیویارک ټایمز لیکي، د ولسمشر غني له خوا د دغو اعلان شویو شمېرو له ورځې هره ورځ ۲۵ سرتېري، هره اوونۍ ۱۷۵ او هر کال څه باندې نهه زره افغان سرتېري وژل کېږي.
ارمي ټایمز:
ارمي ټایمز خپرونې د یوتا په وژل شوي ښاروال برنټ ټيلر باندې مقاله لیکلې ده.
د یوتا ښاروال د نومبر په درېيمه د امریکا د ملي ګارډ د پوځیانو په چوکاټ کې په افغانستان کې ووژل شو.
ارمي ټایمز د دغه امریکايي افسر د کورنۍ په حواله لیکلي دي چې ټیلر هڅه کوله، څو نورو ته ازادي وبښي.
د خپرونې په لیکنه، د ۳۹ کلن برنټ ټیلر جسد د چهارشنبې په ورځ له افغانستانه یوتا ایالت ته انتقال شو.
له برنټ ټیلر اووه بچیان پاتې دي.
د ارمي ټایمز په لیکنه، د لسګونه موټرسایکلو کاروان چې د امریکا بیرغونه یې درلودل، د ملي ګارډ په وره کې انتظار ایست، څو د برنټ ټیلر مړی راوړل شي او بیا ورسره یوځای ولاړ شي.
ټیلر چې د ښاروالۍ له دندې یو کال رخصت اخیستی و، د افغان کومانډو ځوکونو روزنه یې کوله.
هغه دا تمه نه درلوده چې د ده په لاس روزل شوی کومانډو سرتېری دې بېرته ده ته د ټوپک شپېلۍ ونیسي او وبه يې ولي.