د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۲

عبدالله: په افغانستان کې د قانون د حاکمیت لپاره اساسي ګامونه اخيستل شوي


د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، په افغانستان کې د قانون د حاکمیت لپاره اساسي ګامونه اخيستل شوي دي.

اجرائیه رئیس وايي، د افغانستان لویه څارنوالي د نېک‌نامۍ په لوري تللې او د حکومت رهبري د قضا په سالم پرمختګ باور لري.

عبدالله عبدالله چې په زندانونو او توقیف خونو کې يې د قانون او عدالت د ټينګښت ملي کنفرانس ته خبرې کولې، وویل چې دا وخت په هېواد کې د قانون د حاکمیت لپاره اساسي ګامونه اخيستل شوي دي.

عبدالله عبدالله
عبدالله عبدالله

دی وایي:

"د لوی څارنوال او همکارانو څخه‌یې مننه کوو چې په ژمنتیا او صداقت سره‌يې د قانون حاکمیت ته کار کړی او په دې اداره کې يې بنسټیز بدلونونه راوستي، اوس د تېر وخت نامناسب وضعیت په پرتله سل په سلو کې بشپړ تغییر راغلی او دا هغه قدمونه دي چې د قانون د حاکمیت لپاره اخيستل شوي او کارونه په یوه ښه لوري برابر دي."

ښاغلي عبدالله همدا شان عدلي، قضايي او امنیتي ارګانونو ته سپارښتنه وکړه چې د هغو کسانو حقونو او ژوند ته جدي پاملرنه وکړي چې ازادي یې سلب شوې او عدالت ته په تمه دي.

ده وویل، زندانونه باید د اصلاح پر ځای بدل شي، تر څو ټولنې ته بېرته سالم کسان معرفي کړي.

په افغانستان کې د ازادۍ د سلبېدو په ځایونو کې د قانون او عدالت پر تطبیق داسې مهال لوړپوړي افغان چارواکي په یوه ملي کنفرانس کې راټول شوي وو چې له دې وړاندې په افغان زندانونو کې د زندانیانو حقونو ته د نه‌پاملرنې او ان شکنجې راپورونه ورکړل شوي دي.

خو ښاغلي عبدالله وویل، دا لومړی ملي کنفرانس د دې ښکارندويي کوي چې زندانیانو او د ازادۍ د سلبېدو ځایونو ته جدي پاملرنه رامنځته شوې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر د معلوماتو پر بنسټ، د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې زندانونه شته، خو دوی اتو نورو ته هم اړتیا لري.

په ۲۲ یادو زندانونو او محابسو کې د زرګون زندانیانو په منځ کې ۸۱۲ مېرمنې او ۲۰۶ بهرني وګړي هم زندانیان دي.

خو پوښتنه دا ده چې ایا رښتیا هم د دوی د حقونو د تطبیق په برخه کې اساسي ګامونه اخیستل شوي که څنګه؟

لعل ګل لعل

د بشري حقونو د سازمان مشر لعل ګل لعل يې په اړه ازادي راډيو ته وویل:

"د دولت لوړپوړي چارواکي د خلکو په سترګو کې شګې شیندي او یا دوی هڅه کوي چې د دغو دوو مهمو ادارو زړونه لاسته راوړي، دوی به هڅه کوي چې دا ډول څرګندونې وکړي، خو په عملي ډګر کې موږ ورسره هم نظره نه‌یوو او ډېری ستونزې په خپل ځای هماغسې پرتې دي."

ښاغلی لعل وايي، د افغانستان په زندانونو کې لا هم جدي ستونزې شته چې وخت نا وخت‌یې زندانیانو هم په غبرګون د نه‌خوړلو اعتصابونه کړي دي.

د ده په وینا، د ازادۍ د سلب دا ځایونه د تربیت، اصلاح، زده‌کړو او سهولتونو په برخه کې هم له کمبودیو سره مخ دي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG