د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۴

ځیني استازي:‌ د کابل بې‌تفاوتي پر کمال خان بند د ایران د بریدونو لامل کېږي


د افغانستان د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وايي، که حکومت د کمال خان بند د امنیت په اړه همداسې بې‌تفاوته پاتې شي، د ایران او پاکستان په مرسته به پر دغه بند حملې زیاتې شي.

د افغانستان په لوېدیځ نیمروز ولایت کې کمال خان بند دوه شپې مخکې تر حملې لاندې راغلی، هغه حمله چې د ملي شورا د ځينو غړو په وینا، د ایران له‌خوا تنظیم شوې وه.

د مشرانو جرګې غړي محمد نادر بلوچ د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۲۳» ازادي راډیو ته وویل، دغه حمله د دې ښکاروندويي کوي چې په افغانستان کې د دغه بند جوړېدل د ګاونډيانو نه‌لورېږي.

د هغه په وینا، که افغان حکومت په دې اړه بې‌تفاوته پاتې شي، د دغه بند پر وړاندې به د ایران د ملاتړو وسله‌والو خوځښتونه لاپسې زیات شي.

دی وایي:

"موږ سل په سلو کې اندېښنه لرو، که د دولت بې‌تفاوتي همداسې وي، نو د ایران او پاکستان له لوري به پر کمال خان بند حملې ډېرې شي."

خو ښاغلي بلوچ د خپلو ادعاوو په اړه کوم سند موږ ته وړاندې نه‌کړ.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې دوه شپې وړاندې وسله‌والو کسانو کمال خان بند ته نږدې د افغان ځواکونو پر امنیتي پوستو حمله وکړه.

د نیمروز د امنیه قوماندانۍ ویاند ولي احمد صریح ازادي راډیو ته وویل، دا حمله د دولت د وسله‌والو مخالفینو له‌خوا شوې چې په‌کې ۵ وسله‌وال وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.

دی په دې حمله کې د دوه پولیسو وژل کېدل او د یوه بل ټپي کېدل هم تأيیدوي.

د کمال خان بند د کار د پرانیستې مراسم
د کمال خان بند د کار د پرانیستې مراسم

افغان سناتور محمد نادر بلوچ په سیمه کې د امنیتي مسؤلینو د راپورونو پر بنسټ وايي، حمله کوونکي چې ژوندي پاتې شوي، بېرته د ایران پر لور وتښتېدل، خو د نیمروز د پولیسو ویاند دا ادعا نه هم تأيید او نه هم ردوي.

د کمال خان بند د جوړېدو د درېیمې برخې چارې د تېر میلادي کال د اپرېل په میاشت کې پیل شوې.

په دغې چارې ۷۸ ميلیونه امریکايي ډالر لګښت راځي چې د افغان دولت د پراختیايي بودجې له‌خوا ورکول کېږي.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت هغه مهال ویلي وو چې د کمال خان بند چارې به تر راتلونکو څلورو کلونو پورې بشپړې شي.

د مشرانو جرګې غړی محمد نادر بلوچ وايي، تر اوسه باید د دې بند چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوي وی، خو د ده په وینا، لا یوازې ۱۲ سلنه پرمختګ لري.

هڅه مو وکړه چې کمال خان بند ته د متوجې ګواښونو او د پورته شویو اندېښنو په اړه د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت نظر هم راواخلو، خو د وزارت ویاند اصف غوري په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

ولسمشر محمد اشرف غني پر کمال خان بند د کار د پرانيستې پر مهال ویلي وو، دا کار د هېواد د اوبو د مدیریت په هدف کوي او د اوبو مدیریت به د دې سبب شي چې د افغانستان اوبه نورې ضایع نه‌شي.

د یادونې ده چې له دې وړاندې تل داسې راپورونه خپاره شوي چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه ایران او پاکستان نه‌غواړي تر څو افغانستان له خپلو اوبو د ځان په ګټه اغېزناکه استفاده وکړي.

له دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د ګواښ په ډول په یوه وینا کې ویلي وو چې هېواد به‌يې د افغانستان له اوبو د حق‌ابې د تر لاسه کولو لپاره له هر ډول فشار څخه استفاده وکړي.

له هغې وړاندې بیا د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي چې هېواد يې په ګاونډ کې د اوبو د بندونو د جوړولو په اړه بې‌تفاوته نه‌شي پاتې کېدای.

له دې سره د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کمال خان بند د امنیت په اړه جدي امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

د یاد وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، پر کمال خان بند د حملو په اړه تر اوسه د ایران لاسوهنې نه‌دي ثابتې شوي، خو دی وايي، ایران په افغانستان کې د ځينو پلانونو په اړه په شومو اهدافو کې لاس لري.

نصرت رحیمي

ښاغلی رحیمي زیاتوي:

"تاسې پوهېږئ، هغه دښمنان چې په افغانستان کې ځيني پلانونه او عملیات تطبیقوي، له شک پرته چې ورسره د سیمې د ځينو استخباراتو لاس دی، په ډېرو مواردو کې پاکستان او په ځینو مواردو کې ایران هم."

له دې وړاندې د افغانستان په لوېدیځ او جنوبي ولایتونو کې سیمه‌ییزو چارواکو د افغانستان په چارو کې د ایران د لاسوهنو په اړه ویلي، خو دا لومړی ځل دی چې د کورنیو چارو وزارت په وسله‌والو مخالفو فعالیتونو کې د ایران لاس لرل تأيیدوي.

خو دا چې ایران د افغان دولت د وسله‌والو مخالفینو د کومو پلانونو تر شا دی، ښاغلي رحیمي په دې اړه ډېر څه ونه‌ویل.

راپور: یوسف ځدراڼ

XS
SM
MD
LG