د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) د زوکړې ورځ نن د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د حج او اوقافو وزارت لهخوا ولمانځل شوه.
د افغانستان دیني عالمان وايي، په افغانستان او ګڼو نورو اسلامي هېوادونو کې د روانو جنګونو، ورور وژنو، بېاتفاقیو، ناخوالو او داسې نورو ستونزو لامل، د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) ارشاداتو ته نهپاملرنه ده.
افغان دینې عالمانو دا خبرې د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۲۳» د افغانستان د حج او اوقافو وزارت لهخوا د اسلام د ستر پیغمبر (ص) د زوکړې په مناسبت په یوې ناسته کې وکړې.
د افغانستان د اجرائیه ریاست سلاکار احمد نور واقف وویل، د اسلام ستر پیغمبر فرمایلي، انسان د خپل فکر او منطق له لارې کولای شي هر ډول ستونزې او تاوتریخوالي ته د حل سولهییزه لاره ومومي، خو له بده مرغه په نړۍ او په تېره په اسلامي هېوادونو کې د مسلمانانو ترمنځ روانې ستونزې او جنګونه ښيي چې د اسلام د ستر پیغمبر ویناوو، سپارښتنو او اخلاقو ته درناوی نهکېږي.
دی زیاتوي:
"اسلامي سیمې نن د ظلم او ورور وژنې په اور کې سوځي، له منځني ختیځه نیولې تر منځنۍ اسیا، له سوریې نیولې تر چین او له فلسطینه نیولې تر افغانستانه کور ورانوونکي جنګونه، د ټولو انسانانو او په تېره د مسلمانانو لپاره د غم په سیمو اوښتي دي، له دې امله موږ له بل هر وخته زیات اړ یوو چې د پیغمبر سیرت پلی کړو چې پر دغو ستونزو بریالي شو."
دیني عالمانو وویل، د اسلام ستر پیغمبر په ۵۷۱ میلادي کال کې په داسې شرایطو کې وزېږېد چې په ټولنه کې ظلم، تعصب، ورور وژنه، له ښځو سره تاوتریخوالي، بد اخلاقي، د انسان سپکاوی او داسې نورې ناخوالې تر حده اوښتې وې، خو د اسلام پیغمبر وتوانېد چې د دغو ناخوالو پر ضد مبارزه وکړي او خلک له دغو ستونزو وژغوري.
بل دیني عالم او د هرات ولایت د حج او اوقافو رئیس سید محمد شېرزادي وویل، د اسلام په دین کې د انسانانو ترمنځ هر ډول تعصب ناروا دی او د اسلام پیغمبر یې پر وړاندې مبارزه کړې ده.
ده وویل:
"د پښتون، تاجک، ازبک، ترکمن، عرب او نورو په نوم غږ پورته کول، ټول د جاهلیت غږونه دي او په اسلامي ټولنه کې باید لهمنځه ولاړ شي."
د اسلام د ستر پیغمبر د زوکړې ورځ هر کال د ربیعالاول په ۱۲مه په ټوله اسلامي نړۍ کې لمانځل کېږي.
په کابل کې د اسلام د ستر پیغمبر د زوکړې د ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه په افغانستان او ټوله نړۍ کې د جګړو د پای ته رسېدو په دعا پای ته ورسېده.
راپور: خان محمد سیند