د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۱

پنس: د روهینګیا اقلیت پر وړاندې د میانمار د حکومت تګلاره هېڅ توجیه نه‌لري


د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس وايي، د روهینګیا مسلمان اقلیت پر وړاندې د میانمار د حکومت تګلاره هېڅ توجیه نه‌لري.

مایک پنس د میانمار مشرې انګ سان سوچي ته ویلي، دی لېوال دی چې د روهینګیا اقلیت د ستونزو د حل په اړه د میانمار د چارواکو له اقداماتو خبر شي.

مایک پنس نن په سنګاپور کې د جنوب ختیځې اسیا د هېوادونو په سرمشریزه کې د ګډون پر مهال له انګ سان سوچي سره ولیدل.

مایک پنس
مایک پنس

مایک پنس ویلي، د روهینیګا پر ضد تاوتریخوالی او د دغه اقلیت پر وړاندې د میانمار د پوځ ځپونکي ګامونه چې له امله‌يې ۷ لکه روهینګیان بنګله‌دېش ته کډه شول، توجیه نه‌لري.

د امریکا مرستیال ولسمشر ویلي، دی غواړي پوه شي چې میانمار څه ګامونه اخلي چې روهینګیان کډوال وکولای شي چې په خپله خوښه بېرته میانمار ته ستانه شي.

مایک پنس له سان سوچي سره په خبرو کې د میانمار د حکومت له‌خوا د روېټرز اژانس د دوو خبریالانو محکومول وغندل او ویې‌ویل چې دې پرېکړې ميلیونونه امریکایان خواشیني کړي دي.

د امریکا د جمهوري ریاست مرستیال تر دې څرګندونو یوه ورځ مخکې د مالیزیا صدراعظم مهاتیر محمد د میانمار پر مشرې انګ سان سوچي په ښکاره ډول سخت انتقادونه وکړل.

مهاتیر محمد ویلي، سان سوچي په خپله سیاسي زنداني پاتې شوې ده او هغه باید تر هر چا زیات د روهینګیانو کړاونه او ستونزې درک کړي.

خو انګ سان سوچې د روهینګیا اقلیت په اړه د میانمار د حکومت له تګلارې دفاع کړې ده او د امریکا مرستیال ولسمشر ته‌یې ویلي چې هغه تر بل هر چا د خپل هېواد د چارو او اقداماتو په اړه ښه پوهېږي.

انګ سان سوچي
انګ سان سوچي

انګ سان سوچي وروسته تر هغې د ډموکراسۍ په فعالې بدله شوه چې د میانمار پوځي حکومت نوموړې د پوځي دیکتاتور رژیم پر وړاندې د مخالفت له امله، د ۱۵ کلونو لپاره په کور کې نظربنده وساتله.

د نړۍ یو شمېر مشرانو او سازمانونو د روهینګیا اقلیت پر ضد د میانمار د پوځ د ځپونکو اقدماتو پر وړاندې د چوپتیا په خاطر سان سوچي تر سختو انتقادونو لاندې ونیوله او د بخښنې نړیوال سازمان په روانه اوونۍ کې له نوموړې خپله جایزه بېرته واخيسته.

XS
SM
MD
LG