د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

د بريتانیا مسلمانانو له دغه هېواده غوښتي چې اسیه بي بي ته پناه ورکړي


د بریتانیا یو شمېر مسلمانانو له خپل حکومته غوښتنه کړې چې په پاکستان کې محاکمه شوې عیسوۍ ښځې، اسیې بي بي ته پناه ورکړي.

اسیه بي بي په ۲۰۱۰ میلادي کال کې اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي په تور ونیول شوه او اته کاله زنداني وه.

هغه په اعدام محکومه شوې وه.

خو د پاکستان سترې محکمې د اکټوبر په ۳۱مه حکم وکړ چې د اسیې بي بي د جرم د ثابتېدو لپاره کافي اسناد نه‌شته، بې‌ګناه ده او باید ازادي ورکړل شي.

د اسیې بي بي او د هغې د کورنۍ د راتلونکي او د هغوی د امنیت په اړه له ډېرې مودې راهیسې بحثونه روان دي.

په بریتانیا کې یو شمېر مخورو مسلمانانو چې درې ملایان هم په‌کې دي، پرون سې شنبه د نومبر په ۱۳مه له خپل پارلمانه غوښتنه کړې چې د اسیې بي بي امنیت ته پام وکړي.

​هغوی د بریتانیا د کورنیو چارو وزیر ساجد جاوېد ته یو لیک استولی او غوښتنه‌یې ورڅخه کړې چې په وضاحت ووايي چې بریتانیا که غوښتنه ورڅخه وشي، اسیې بي بي ته پناه ورکوي.

دا لیک د بریتانیا د پارلمان ۱۵ غړو هم لاسلیک کړی دی.

اسیه بي بي د پنځو بچو مور ده.

د پاکستان حکومت هغه د امنیتي اندېښنو له امله په داسې ځای کې ساتلې چې ادرس‌یې چا ته نه‌دی معلوم شوی.

د اکټوبر په ۳۱مه چې د پاکستان سترې محکمې د هغې د ازادۍ حکم وکړ، په پاکستان کې یو شمېر سخت دریځو اسلام‌پالو ډلو يې پر ضد مظاهرې پيل کړې.

د اعتراضونو له امله، د عمران خان حکومت مجبور شو چې د تحریک لبیک پاکستان په نوم له مذهبي ډلې سره یو تفاهم‌لیک لاسلیک کړي.

د راپورونو پر اساس، د عمران خان حکومت په دې تفاهم‌لیک کې ژمنه کړې چې د اسیې بي بي په برخه کې د سترې محکمې پرېکړې ته به له سره کتنه کوي او تر هغه مهاله به اسیه بي بي له پاکستانه ممنوع‌الخروج وي.

د اسیې بي بي مېړه له غربي دولتونو پناه غوښتې او ویلي یې دي چې کورنۍ یې په خطر کې ده.

د دوشنبې په ورځ د هالند د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د اسیې بي بي مدافع وکیل سیف‌الملوک ته د پناه ورکولو له امله‌یې په اسلام‌اباد کې کارکوونکي تهدید شوي دي.

د هالند د بهرنیو چارو وزیر د امنیتي اندېښنو له امله له اسلام‌اباده د خپل سفارت کارکوونکي ایستلي دي.

XS
SM
MD
LG