د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۹

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت: سلګونه پروژې د خلکو د ستونزو د ختمولو لپاره پلې شوي


د افغانستان د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر د کلیو د پراختیایي پروژو د پلي کېدو خبره کوي او وایي چې د دغو پروژو له تطبیق سره به د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د خلکو په اقتصاد کې مثبت بدلون راشي.

سره له دې چې د افغانستان د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، په تېرو څلورو کلونو کې یې په متوازن ډول پراختیایي پروژې پلي کړي، خو ټینګار کوي چې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د خلکو د ستونزو د حل په هدف بېلابېلې پروژې تر کار لاندې لري.

د افغانستان د کلیوبیا رغونې او پراختیا وزیر مجیب‌الرحمن کریمي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۲۲» خبریالانو ته د یوې غونډې په ترڅ کې ووېل چې دغه وزارت د خلکو د اقتصادي ستونزو د حل لپاره د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې نوې برنامې پیل کړې دي.

مجیب‌الرحمن کریمي
مجیب‌الرحمن کریمي

​دی وایي:

"د ولسي تړون په پروګرام سربېره، همدا اوس د ۵۹۴۱ پروژو چارې پیل شوي او ۵۴۴ پروژې مو سږ کال پلې کړي، په تېره بیا د کلیوالو ښځو د اقتصادي پراختیا له امله مو ۱۰۰ میلیونه ډالر له نړیوال بانکه تر لاسه کړي او دا پروګرام به په راتلونکو پنځو کلونو کې د ټول هېواد په کچه پلی شي."

ښاغلي کریمي وویل، د کلیو د اقتصاد پراختایي پروګرام چې په ۱۳۹۶ کال کې ډیزاین شوی و او له پلي کېدو سره به‌یې په پروان، هرات، بلخ او ننګرهار ولایتونو کې ۱۴۰۰۰۰ کسانو ته په کوچنیو تشبثاتو کې کاري زمینه برابره شي او همداراز نوي پروګرامونه دا مهال د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د پلي کېدو په حال کې دي.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د معلوماتو له مخې، یوازې په ۱۳۹۷ کال کې د سیمه‌ییز انسجام په برخه کې چې ۴۸ پروژې وې، ۷۸۲ میلیونه افغانۍ مصرف شوي دي.

دا وزارت وایي، د اوبو رسونې پروګرام له لارې یې په تېرو څلورو کلونو کې د څښلو پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسی له ۲۷ نه ۶۳ فیصدو ته پورته کړی چې په دې برخه کې څلور میلیارده او ۲۳ میلیونه افغانۍ لګېدلې دي.

د کلیو پراختیا وزیر زیاته کړه چې د ولسي تړون د لس کلنې برنامې له لارې هڅه کېږي چې ټول کلي تر پوښښ لاندې ونیسي.

ده وویل، یاد پروګرام چې دوه کاله وړاندې ډيزان شوی، له مخې يې ۶۱۷۵ پروژې د خلکو له لوري ټاکل شوي دي چې ۵۰۰۴ پروژې په ۳۴ ولایتونو او ۱۲۳ ولسوالیو کې پلې شوي او هڅه کېږي چې د څلورو کلونو په ترڅ کې ۱۳ زره کلي د همدې پروګرام تر پوښښ لاندې ونیول شي.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسونې، برښنا، ولسي تړون، سیمه‌ییز انسجام، د لارو او پلونو جوړولو په برخه کې د پروګرامونو پلي کېدل له خپلو لاسته راوړنو بولي او وایي چې دې پروګرامونو د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون رامنځته کړی دی.

خو افغان اقتصادي کارپوهان بیا د پروژو د پلي کېدو پر څرنګوالي نیوکه کوي او وایي چې دغه پروژې په بنسټیز ډول نه‌دي پلې شوي.

له ډلې يې سید قیاس سعیدي په دې اړه ازادي راډیو ته ووېل:

"له بده مرغه چې دا وزارت تل کارونه هغو کسانو ته سپاري چې وړتیا یې نه‌لري، په پراختیایي شوراګانو کې مالي او اداري فساد شته، دغه شوراګانې له انجنیرانو سره جوړ جاړی کوي او پروژې هلته پلې کوي چې دایمي نه‌وي."

ښاغلی سعیدي وایي چې د پروژو د ښه تطبیق لپاره باید په کلیو کې د پروژو له چارو جدي څارنه وشي او هغه کسان چې د پروژو پیسې حیف او میل کوي، عدلي او قضایي ارګانونو ته دې وروپېژندل شي.

راپور: فېروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG