د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۶

یو شمېر سناتورانو د وروستیو ناامنیو په خاطر افغان حکومت په بې‌کفایتۍ تورن کړ


د افغانستان مشرانو جرګې په هېواد کې د ناامنیو له زیاتېدو اندېښنه وښوده او له امنیتي چارواکو يې وغوښتل چې د وسله‌والو مخالفینو د ګواښونو د مخنیوي لپاره جدي ګامونه واخلي.

د مشرانو جرګې غړي وايي، په هېواد کې امنیتي ګواښونو د ډېرو ولسوالیو سقوط ته زمينه برابره کړې او حکومتي چارواکي باید ورته جدي پاملرنه وکړي.

د دغې جرګې د سې شنبې د ورځې «۱۳۹۷ کال د لړم ۲۲» په عمومي غونډه کې یو شمېر سناتورانو حکومت په بې‌کفایتۍ تورن کړ او ویې‌ویل چې که چېرې دا وضعيت دوام وکړي، ډېرې ولسوالۍ به د وسله‌والو مخالفینو لاسته ولوېږي.

د دغو سناتورانو له ډلې محمد عظیم قویاش وویل، دا مهال د غزني تر څنګ د فراه، کندز او سرپل ولایتونه هم له لوړو امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

دی وایي:

"څو میاشتې کېږي چې په فراه، کندز او سرپل کې امنیتي وضعيت د اندېښنې وړ دی او له تېرو ۲۰ ورځو را په دېخوا زرګونه وسله‌والو د سانچارک ولسوالۍ په مرکز کې ځای پر ځای دي او لسګونه کلي د وسله‌والو تر کنټرول لاندې راغلي چې له امله‌یې سلګونه افغان سرتېري وژل شوي او زرګونه کورنۍ بې‌ځایه شوي دي."

دا په داسې حال کې ده چې د غزني د جاغوري او مالستان او دغه‌راز د ارزګان ولایت د خاص ارزګان ولسوالیو چې اکثریت وګړي یې هزاره‎‌ګان دي، د امنیت د ټینګښت لپاره پرون په کابل کې سلګونه کسان ارګ ته نږدې د اعتراض په توګه راټول شوي وو.

په همدې حال کې یو بل سناتور محمد داوود غفاري وویل چې دا مهال د غور د چهار سدې ولسوالۍ د وسله‌والو مخالفانو تر محاصرې لاندې ده.

نوموړي وویل:

"د غور د چارسدې ولسوالۍ له تېرو ۴۵ ورځو راهیسې تر محاصرې لاندې ده، ټپیان روغتون ته نه‌شو انتقالولای، لارې بندې دي، یوه ډوډۍ په ۵۰ افغانۍ پلورل کېږي، امنیتي چارواکي حتی زموږ ټيلیفوني اړیکو ته هم ځواب نه‌ورکوي."

تر دې وړاندې د افغانستان ولسي جرګې هم د ناامنیو په زیاتېدو اندېښنه ښودلې وه.

د مشرانو جرګې د سې شنبې د ورځې د عمومي غونډې مشري د جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار کوله چې د سناتورانو له څرګندونو وروسته‌یې وویل، حکومت باید د ژمي په راتلو د وسله‌والو مخالفانو د ځپلو لپاره ګټه پورته کړي.

محمد علم ایزدیار
محمد علم ایزدیار

ده وویل:

"له دغه سوړ ژمي باید حکومت ښه ګټه واخلي او وسله‌وال مخالفان وځپي، کومه ناسته چې راتلونکې اوونۍ لرو امنیتي چارواکي غوښتل شوي او په دې اړه به ځواب ورکړي."

خو په ورته وخت کې د افغانستان د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید ازادي راډیو ته وویل، افغان امنیتي ځواکونو د هېواد په ۹ ولایتونو کې چې امنیتي ګواښونه په‌کې زیات وو، هوايي او کمانډويي عملیات پیل کړي او په هر ځای کې چې دښمن سر پورته کړي، وبه ځپل شي.

نوموړي وویل دا مهال په ارزګان، غزني، بدخشان، فاریاب، کندز او فراه ولایتونو کې د ملي اردو عملیات روان دي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG