د افغانستان تر ۱۷ کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې د سوبروټو کپ سیالیو په لړ کې د تمل ناډو لوبدلې ته په لوی توپیر ماتې ورکړه.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې په دغه لوبه کې افغان لوبغاړو ۱۱ ګولونه وکړل، خو د تمل ناډو لوبډلې لوبغاړي په ګول وهلو بریالي نهشول او لوبه ۱۱ د صفر په وړاندې بایلوده.
د افغانستان لپاره علي او سمیر سمندري درې، درې ګولونه، نعمان وليزاده، شکیب، علي بابا، شبیر او روحالله بیا يو، يو ګول وکړ.
د سوبروټو کپ فوټبال سیالۍ هر کال په مختلفو سني کټګوریو کې په هند کې ترسره کېږي چې ۴۰ اسیايي او اروپايي لوبډلې پهکې ګډون کوي.
ټاکل شوې د افغانستان تر ۱۷ کلنو کم عمره ځوانانو فوټبال لوبډله پهخپله وروستۍ ګروپي لوبه کې نن د هند د نوریا ویډیالا لوبډلې په وړاندې د لوبې ډګر ته لاړ شي.