د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۳

نیویارک ټایمز: افغانستان د نړۍ د پوليو مرکز، افغانان تمه لري چې دا ستونزه حل کړي


  • نيويارک ټايمز «New York Times»

امريکايۍ ورځپاڼې نيويارک ټايمز په خپله يوه تازه ګڼه کې په افغانستان کې د ګوزڼ يا پوليو د پېښو پر زياتېدو ليکنه خپره کړې ده.

د ليکنې سرليک دى: افغانستان د نړۍ د پوليو مرکز، افغانان تمه لري چې دا ستونزه حل کړي.

د ليکنې په پيل کې يې د مدينې په نوم د دوه کلنې افغان ماشومې يادونه کړې چې په کندهار کې ډاکترانو تأييد کړې دا په ګوزڼ اخته شوې ده.

د افغانستان د روغتيا وزارت وايي، په افغانستان کې ١٢ لکه ماشومان د ګوزڼ ضد واکسين نه‌شي ترلاسه کولاى، ځکه په هغو سيمو کې ژوند کوي چې د دې ناروغۍ په وړاندې د واکسين کمپاين ته په‌کې اجازه نه‌ورکول کېږي.

د ليکنې په حواله د افغانستان په جنوب کې ګڼ ماشومان په ناامنو کليو کې چې ځينې‌يې د طالبانو په کنټرول کې دي ژوند کوي او دغه ډله دولتي روغتيايي کارکوونکو ته اجازه نه‌ورکوي چې کور په کور ماشومانو ته د ګوزڼ وايروس يا پوليو په وړاندې د معافيت لپاره دغه واکسين ورکړي.

خو يو تن چې ځان ذبيح‌الله مجاهد او د وسله‌والو طالبانو وياند معرفي کوي، ويلي چې دوى د واکسين د کمپاين مخه نه‌نيسي.

ورځپاڼه د روغتيا نړيوال سازمان په حواله وايي هم په ٢٠١٦ او هم په ٢٠١٧ میلادي کال کې د دغې ناروغۍ ١٣ مثبتې پېښې ثبت شوې وې، خو په روان ميلادي کال کې يې شمېر ١٩ ته رسېدلى دى.

په کندهار کې د مولوي عبدالرشيد په نوم يو تن چې د واکسيناتورانو په يوه ډله کې شامل دى ويلي، ګڼ افغانان نېستمن او دې ته په تشويش کې دي چې ماشومان‌يې د شپې څه وخوري، وچکالۍ هم اندېښمن کړي او په ګڼو سيمو کې د څاګانو د وچېدو يا د اوبو د سطحې د ټيټېدو له کبله خلک له ټانکرونو اوبه په پيسو پېري.

د ده په خبره دغو کسانو ته د ګوزڼ په وړاندې ماشوم ته د واکسين ورکول دومره مهم نه‌ښکاري.

افغانستان، پاکستان او نايجريا د نړۍ په سطحه هغه درې هېوادونه دي چې د ګوزڼ ناروغي په‌کې ختمه شوې نه‌ده.

  • ډي. اېن. اې «DNA»

هندۍ ورځپانې ډي. اېن. اې په خپله تازه ګڼه کې د افغانستان د سولې په پروسه کې د سيمې د ځينو هېوادونو د نقش پر زياتېدو ليکنه خپره کړې ده.

د ليکنې په پيل کې راغلي په داسې حال کې چې د افغانستان په سوله کې روسيه د يوه کليدي لوبغاړي په توګه مطرح شوې، د جمعې په ورځ‌يې په مسکو کې د طالبانو، د سولې عالي شورا او ځينو هېوادونو استازي ابتدايي ډيالوګ ته کېنول.

د ورځپاڼې په حواله هندوستان ته هم د مسکو په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، خو نوې ډېلي په‌کې له ګډونه ډډه وکړه.

د افغانستان حکومت ويلي، د سولې عالي شورا د مسکو په غونډه کې د خپلواک بنسټ په توګه برخه اخیستې وه.

ډي. اېن. اې ورځپاڼه ليکي:

له کلونو راهيسې څو هېوادونه هڅه کوي له طالبانو سره د تعامل له لارې په سيمه کې خپل نفوذ پراخ کړي.

د ورځپاڼې په باور، روسيې، په پلازمېنه مسکو کې د سولې د بې‌سابقه کنفرانس له لارې هڅه وکړه په ډيپلوماتيک ډګر کې برلاسې وي.

خو هندۍ ورځپاڼه ډي. اېن. اې ليکي: هندوستان تل د هغه دريځ ملاتړ کړى چې د افغانستان د سولې پروسه بايد د افغانانو په مشرۍ او مالکيت پر مخ لاړه شي او د افغانستان حکومت په‌کې دخيل وي.

XS
SM
MD
LG