د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

په کندز کې د پُل الچین د بیارغونې پڅ بهیر خلکو ته ستونزې پیدا کړي


د کندز د ولایتي شورا غړي او د دغه ولایت د څلور ولسوالیو اوسېدونکي د الچین پُل د بیارغونې د کار له پڅ بهيره شکایت کوي.

د الچین پُل د ۴ کیلومترو په واټن درلودلو سره د کندز ښار شمال لوري ته موقعیت لري او دغه پُل د کندز ښار له شېرخان بندر او دغه راز د دغه ولایت له څلورو ولسوالیو کلباد، امام صاحب، دشت ارچي او قلعۀزال سره نښلوي.

د کندز د ولایتي شورا یو شمېر غړي وايي چې د دغه پُل د بیارغونې د کار پڅ بهېر د خلکو او د سوداګرو پر وړاندې ستونزې زېږولي دي.

د ولایتي شورا یوه غړي غلام رباني رباني په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"تاسې وینئ چې په دې سړه هوا کې ښځې، ماشومان او نور خلک د سیند په اوبو کې تګ را تګ کوي، ځکه د دغه پُل د بیارغونې کار ډېر پڅ جریان لري او خلک یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي، خو هېڅ څوک د خلکو ستونزو ته توجو نه کوي."

په ورته وخت کې د کندز د امام صاحب ولسوالۍ یو اوسېدونکی خلیل احمد هم وايي چې د الچین پُل د بیارغونې کار ډېر پڅ روان دی او پر حکومت غږ کوي چې د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

دی وایي:

"د الچین پُل د بیارغونې کار ډېر پڅ دی او اوس مهال د پُل د خرابوالي له کبله لوی موټر د سیند له اوبو نشي تېرېدلای او واړه موټرونه هم له ستونزو سره مخ دي او تاسې وینئ چې زنانه، ماشومان او خلک د سیند له اوبو تېرېږي، خو دولت زموږ ستونزو ته توجو نه کوي."

له دې سره سم د کندز د فواید عامې ریاست د نظارت امر عبدال زاخېل وايي چې دوی دغه موضوع له اړوندو مسؤلینو سره شریکه کړې او ډېر ژر به ورته رسېدنه وشي.

دی زیاتوي:

"موږ دغه ستونزه له ولایت سره شریکه کړې او د ولایت مقام هم څوځلې په دې اړه له قراردادي شرکت سره خبرې کړي دي، ضمناً موږ دغه موضوع له فواید عامې وزارت سره او دغه راز له تمویل کوونکي دفتر (جي. اي. زېډ) سره هم شریکه کړې ده او باید له قراردادي شرکت سره قانوني چلند وشي، څو بیاځلي دغه شان غلطي ونه کړي."

بل خوا د کندز د والي ویاند عصمت الله مرادي هم د خلکو ستونزې مني او وايي چې سیمه ییزه اداره د دغه پُل د اساسي رغولو په خاطر له هر ډول امکاناتو کار اخلي، څو د خلکو ستونزې هوارې شي.

ده وویل:

"والي صاحب کابل ته کاري سفر درلود او هلته یې دغه موضوع له اړوندو چارواکو سره شریک کړې ده او د دغه پُل د بیارغولو لپاره موږ له هر ډول امکاناتو کار اخلو."

د الچين پُل دوه کاله وړاندې د وسله والو طالبانو له خوا ویجاړ شوی و او د کندز سیمه ییزې ادارې دغه پُل د خلکو د تګ را تګ په هدف په ابتدايي شکل رغولی و، خو کابو درې میاشتې کېږي چې د دغه پُل د بیارغولو اساسي کار پیل شوی دی، خو خلک د دغه پُل د بیارغونې د کار له پڅ بهېره شکایت کوي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG