د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۳ لړم ۱۳۹۷ کابل ۰۳:۱۸

د سوريې يوه څارونکې ډله: د ائتلاف په هوايي حملو کې ٢٦ کسان وژل شوي


د سوريې يوه څارونکې ډله وايي، د دغه هېواد په ختيځ کې د امريکا په مشرۍ د ائتلاف په هوايي حملو کې ٢٦ کسان وژل شوي دي.

دغه ډله وايي، د سوريې په ختيځ کې د امريکا په مشرۍ د ائتلاف په هوايي حملو کې ٢٦ کسان وژل شوي چې ١٤ تنه يې ماشومان دي.

د فرانسې خبري اژانس وژل شوي کسان ملکيان بللي دي.

د اژانس په حواله، په بريتانيا کې دېره د سوريې د بشري حقونو څارونکې ادارې ويلي، دغه حملې په هغو سيمو کې شوي چې د داعش حضور په کې احساسېږي.

د سوريې د بشري حقونو د څار ادارې ويلي:

"پرون د ائتلاف په هوايي حملو کې د داعش ډلې د کورنيو ٢٦ غړي چې ١٤ تنه يې کوچنيان او ٩ تنه يې ښځې دي، وژل شوي دي."

دغه اداره وايي، دا حملې په هجين ښارګوټي کې شوي چې په ديرالزور ولايت کې پروت دى.

رامي عبدالرحمن
رامي عبدالرحمن

د فرانسې خبري اژانس په حواله، د سوريې د بشري حقونو د څار ادارې مشر رامي عبدالرحمن ويلي چې د پنجشنبې په ورځ هم د ديرالزور ولايت الشفا سيمې ته نېږدې د ائتلاف په حملو کې ٧ ملکيان وژل شوي وو.

د ديرالزور دغه دوه ښارګوټی د عراق سرحد ته نېږدې د داعش په کنټرول کې وروستۍ پاتې سيمې دي.

اژانس ليکي چې د ائتلاف يوه وياند د تازه هوايي حملو پر موضوع د تبصرې لپاره دوى ته ځواب نه دى ويلى.

خو دغه ائتلاف د کردانو او عربانو د هغه اتحاد ملاتړ کوي چې په دغو سيمو کې د افراطي وسله والو پرضد جنګېږي.

بل خوا د سوريې دولتي ځواکونو په حما ولايت کې پرون له ياغي وسله والو سره جګړې وکړې.

د رويټرز اژانس په حواله، د سوريې د بشري حقونو د څار ادارې ويلي، دا په يوه کال کې د سوريې په شمال لوېديځ کې تر ټولو درنه جګړه وه.

د سوريې پوځ او متحدو ځواکونو يې وړمه شپه پر حلفايا کلي حمله وکړه او د ياغيانو ځيني مورچلونه يې ونيول.

د سوريې دولتي اژانس سانا ويلي چې دولتي سرتېرو وروسته له هغې په يوه کمين کې ځيني افراطي وسله وال ووژل چې اول دوى په حما کې د درنو وسلو په ذرېعه پر پوځي هدفونو حملې وکړې.

داعش ډلې په ٢٠١٤میلادي کال کې د سوريې او ګاونډي هېواد عراق زياتې سيمې ونيولې او تر خپلې ولکې لاندې سيمو کې يې خپل خلافت اعلان کړ.

خو په دواړو هېوادونو کې يې په وروستيو کې زياتې سيمې له کنټروله وتلي دي.

د رويټرز اژانس په حواله، د سوريې په کورنۍ جګړه کې لږ تر لږه ٥٠ زره کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG