د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۳ لړم ۱۳۹۷ کابل ۰۴:۱۶

انټرفاکس: د طالبانو ډله وایي، له کابل سره مستقیمو خبرو ته چمتو نه دي


د وسله والو طالبانو يوه استازي په مسکو کې ويلي چې د افغانستان له حکومت سره لا هم مستقيمو مذاکرو ته چمتو نه دي.

د وسله والو طالبانو يو استازى وايي، دوى د افغانستان له حکومت سره مستقيمو خبرو ته نه دي حاضر.

انټرفاکس اژانس د دې ډلې د مرکچي هيئت د مشر شېر محمد عباس ستانکزي خبرې را اخيستي چې د مسکو د پرونۍ غونډې له پاى ته رسېدو وروسته يې ويلي، دوى د افغان حکومت پرځاى د امريکا له متحدو ايالتونو سره مستقيم مذاکرات غواړي.

د مسکو په پرونۍ غونډه کې د روسيې لپاره د امريکا د سفارت يوه استازي هم برخه درلوده.

د سولې عالي شورا چې استازي يې په پرونۍ غونډه کې حاضر وو، د دې غونډې نتيجو ته هيله منده ده.

د دې شورا وياند سيد احسان طاهري له مسکوه ازادي راډيو ته وويل، برخه والو هېوادونو له طالبانو سره د مستقيمو خبرو ملاتړ څرګند کړ.

سید احسان طاهري
سید احسان طاهري

دی زیاتوي:

"ټولو هېوادونو چې ګډون کړى و، د افغانانو د هغه غږ ملاتړ وکړ چې غواړي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پيل شي، غونډې له وسله والو طالبانو هم غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره چمتووالى اعلان کړي، د بين الافغاني مذاکرو تر چتر لاندې له افغان حکومت سره خبرو ته کېني چې د افغانستان سوله او ثبات د افغانانو په لاس کې وي، ټولو هېوادونو ومنله چې بايد له افغان حکومت، د سولې عالي شورا او افغانانو سره همکاري لا پياوړې کړو چې د سولې پروسه تقويه او چټکه شي."

د مسکو غونډې ته د افغانستان ګاونډيو هېوادونو له دې جملې چين، ايران، پاکستان، ازبکستان او ترکمنستان هم خپل استازي ورلېږلي وو.

د افغانستان حکومت وايي، په دې غونډه کې د سولې عالي شورا د يوه خپلواک بنسټ په توګه برخه اخيستې وه.

په پام کې وه چې د مسکو غونډه چې د افغان حکومت استازي هم ورشي، په سپټمبر مياشت کې جوړه شي.

خو د افغان حکومت د اعتراض له کبله چې وايي، د سولې پروسې مشري او مالکيت بايد د افغانانو په لاس کې وي، دغه غونډه وځنډول شوه.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند صبغت احمدي پرون ازادي راډيو ته وويل، له روسي لوري سره مخکې پر ځينو موضوعاتو تفاهم شوى و.​

دی وایي:

"هغه تفاهم چې زموږ او روسيې ترمنځ شوى و، دا و چې دا غونډه د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ مستقيمو خبرو ته لار هواره کړي، له هغو پرېکړو او اصولو چې د تاشکند او د کابل پروسې په غونډو کې يې يادونه شوې وه، تېر شوي نه يوو، هغه اصول موږ ته ډېر اهميت لري."

د مسکو غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې د افغانستان د سولې په چارو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد د افغانستان او سيمې په سفر وتلى دى.

دغه سفر چې تېره پنجشنبه پيل شوى، د لړم یا عقرب تر ٢٩مې دوام کوي، ښاغلى خليلزاد به د افغانستان تر څنګ پاکستان، متحده عرب اماراتو او قطر ته هم ځي.

د اجرائيه رياست مرستيال وياند اميد ميثم ازادي راډيو ته وويل، دوى هيله مند دي چې د ښاغلي خليلزاد سفر د افغانستان د سولې له پروسې سره مرسته وکړي.

امید میثم
امید میثم

ده وویل:

"سولې ته رسېدل داسې پروسه ده چې وخت نيسي، هيله مند يوو چې زلمى خليلزاد خپلو هڅو ته دوام ورکړي، ګاونډي او د سيمې هېوادونه هم خپلې هڅې وکړي، هغه اندېښنه چې د سيمې او نړۍ په سطحه د ترورېستي ډلو له درکه مطرح ده، لېرې شي."

د افغانستان د سولې په چارو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد تېره مياشت د خپل سفر پر مهال په قطر کې د طالبانو له استازو سره هم کتلي وو.

XS
SM
MD
LG