د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۳ لړم ۱۳۹۷ کابل ۰۴:۱۸

د تاجکستان د خُجند په زندان کې څو بندیان وژل شوي دي


په تاجکستان کې سرچینې وايي چې د دې هېواد په شمالي ولایت خُجند کې په یوه زندان کې تېره شپه په بلوا کې څو بندیان وژل شوي دي.

دې سرچینو د ازادي راډیو د تاجکستان برخې ته ویلي چې په زندان کې تر بلوا وروسته امنیتي ځواکونه سیمې ته ور استول شوي او د ډزو غږونه اورېدل شوي دي.

د دې سرچینو په حواله، په زندان کې د تېرې شپنې بلوا اصلي عامل لا نه دي څرګند شوي.

یوې سرچینې ویلي چې څو زندانیانو چړې اخیستې وې، یو شمېر په کې وژل شوي او څو تنه له زندانه په تېښته بریالي شوي دي.

رویټرز خبري اژانس د پټو سرچینو په حواله ویلي چې په تېرې شپنې لانجه کې امنیتي ځواکونو ۱۳ زندانیان وژلي دي.

د فرانسې خبري اژانس د ناڅرګندو سرچینو په حواله ویلي چې په بلوا کې ۲۰ زندانیان او د زندان څلور ساتونکي وژل شوي دي.

د خُجند د پستګاو کلي یوه اوسېدونکي د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې د زندان د یوه ساتونکي چې احسان یعقوبوف نومېده، مړی نن کلي ته ور وړل شو.

خو په خُجند کې امنیتي چارواکو په زندان کې د ډزو او وسله والې نښتې خبر رد کړی، خو د بلوا خبر يې تأیید کړی دی.

د خُجند اوسېدونکو نن پنجشنبه د نوومبر۹مه، ازادي راډیو ته وویل چې امنیتي ځواکونو ازبکستان او قرغزستان ته د دې ولایت ټولې لارې بندې کړي دي.

XS
SM
MD
LG