د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې تخنیکي کارونه په بشپړېدو دي.
دا وزارت وايي، د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې ۹۰ سلنه تخنیکي، حقوقي او د سروې اړوند کارونه بشپړ شوي دي.
د یاد وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي که څه هم د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۱۷» له ازادي راډیو سره په خبرو کې د دغې پروژې د عملي پیل د دقیقې نېټې په اړه څه ونه ویل، خو ټینګار یې وکړ چې په نېږدې راتلونکي کې د دغې پروژې د تېرولو عملي چارې هم پیلېږي.
ښاغلي مطفي زیاته کړه:
"د نقشې له مخې په پنځو واړو ولایتونو کې هوايي، جیوتخنیکي، محیطي او ټولنیزې سروې د پلي کېدو په حال کې دي، دا وخت له تخنیکي، حقوقي او اقتصادي اړخه موږ د دغې پروژې د تطبیق په حال کې یو چې که د فیصدي له مخې یې ووایم موږ دا وخت له۸۰ څخه تر ۹۰ فیصدو پورې پرمختګ لرو."
په افغانستان کې د ټاپي پروژې کارونه د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې د افغانستان او ترکمنستان د ولسمشرانو د پاکستان د صدراعظم او د هند د جمهور رئیس د مرستیال لهخوا د هرات په ولایت کې پرانېستل شوه.
ټاپي هغه پروژه ده چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هند ته لېږدوي.
دا پروژه په کال کې د ۳۳ میلیارده متر مکعب ګاز د لېږد ظرفیت لري چې افغانستان بیا له دې لارې هر کال د ۴۰۰ میلیونه ډالرو ټرانزېټ حق تر لاسه کوي.
افغان چارواکو ویلي چې دا پروژه ۱۲۰۰۰ افغانانو ته د کار زمینه هم برابروي.
د دغې پرژوې نللیکه له ترکمنستانه تر هندوستانه پورې شاوخوا دوه زره کیلو متره اوږدوالی لري چې ۸۱۶ کیلومتره يې د افغانستان د هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو څخه تیرېږي.
د افغانستان او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۱۶» په پنځمه امنیتي او سرحدي غونډه کې هم د دغې او په سیمه کې د نورو پروژو د امنیت پر ټينګښت خبرې وکړې.
له دې وړاندې د دغې پروژې د امنیت په اړه هم اندیښنې مطرح شوې وې، خو د افغانستان د کانونو او کورنیو چارو وزارتونه پهدې اړه اندېښنې بې ځایه بولي.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۱۷» ازادي راډيو ته وویل، د ټاپي پروژې پر لاره امنیتي اندېښنې نشته ځکه د ده په وینا د افغان ځواکونو لهخوا په دغه مسیر تصفیوي عملیات تر سره شوي دي.
ښاغلي رحیمي زیاته کړه:
"د ټاپي پروژې لپاره جدي امنیتي تدابیر نیول شوي دي، د دې کار لپاره زرګونه عسکرنیول شوي او په هغو ځایونو کې چې امنیتي اندېښنې وې، تصفیوي عملیات تر سره شوي دي چې اوس اندېښنې لهمنځه وړل شوي دي."
له دې سره ځينې اقتصادي کارپوهان له دې ډلې يي سیف الدین سیحون پهدې باور دی چې د دغې پروژې بشپړول د افغانستان پر امنیت او اقتصادي ودې مهم مثبت اغېز لري.
د ده په وینا په بریا سره د دغې پروژې بشپړېدل به افغانستان د سیمې په یوه نښلونکي هېواد بدل کړي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ