د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډله نن په یوه نړیواله سیالۍ کې د هندوستان پر وړاندې لوبېږي.
د فوټبال فدراسیون د ویاند مرستیال شمس امیني ازادي راډيو ته وویل، دا لوبه نن ماښام په هندوستان کې ترسره کېږي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ دا لوبه د سبروتو په نوم د نړیوالو سیالیو په ترڅ کې ترسره کېږيچې پهکې ۴۰ اسیايي او اروپايي لوبډلو ګډون کړی دی.
دا سیالۍ په هندوستان کې ترسره کېږي او افغان۱۷ کلنه فوټبال لوبډله د سې شنبې په ورځ په دغو سیالیو کې د لوبو لپاره هغه هېواد ته لاړه.
د افغانستان او هندوستان تر منځ له لوبې سرهدغه نړیوالې سیالۍ هم په رسمي ډول پیلېږي.
له دې وروسته په پلان کې ده چېد افغانستان بله سیالۍ د روانې نوومبر میاشتې په لسمه او او وروستۍ یوه يې په ۱۲مه نېټه تر سره شي.
بلخوا د فوټبال د ملي لوبډلې لوبغاړي امرالدین شریفي د قرغزستان د فوټبال په غورهلیګسیالیو کې د ۲۲ ګولونو په وهلو سره د دغو سیالیو د دوهم غوره ګول وهونکي مقام خپل کړ.
امرالدین شریفي د دغه لیګ اړوند الي اوش لوبډله کې لوبېده.
دا لوبډله چې افغان لوبغاړی شریفي یې هم غړی دی، د قرغزستان د غوره لیګ سیالیو پای لوبې ته هم رسېدلې وه، خو تېره شپه يې لوبه خپلې سیالې لوبډلې ته وبایلله.