د امریکا په منځمهالو ټاکنو کې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د سیاسي اجنډا په اړه ضد او نقیض غبرګونونه لیدل کېږي، خو د ښځو لپارهیې پایلې تاریخي اهمیت لري.
د فدرالي دولت د کانګرس د دواړو خونو «د استازو مجلس او سنا»، د ایالتي اسامبلیو د استازو او د یو شمېر ایالتونو د والیانو د ټاکنې لپاره وړمه ورځ سې شنبه د نومبر ۶مه انتخابات وشول.
د امریکا د سیاسي کتونکو له نظره، دا انتخابات د ښځو لپاره داسې پرمختګ څرګندوي چې مخکې یې ساری نهدی لیدل شوی.
د امریکا د کانګرس د استازو په مجلس کې د ښځو شمېر به پر ۱۰۰ واوړي چې ساری نهلري، حتی د سنا لپاره د ښځینه کاندیدانو مبارزې تاریخي بدلون څرګندوي، د بېلګې په توګه د امریکا د سنا په ۱۰۷ کلن تاریخ کې اول وار له ارېزونا ایالته یوه ښځه سناتوره ټاکل شوې ده.
جمهوري غوښتونکې کاندیده، مارتا مک سالي د امریکا د هوايي ځواکونو متقاعده ډګرواله ده.
په ۱۹۹۱ میلادي کال کې د امریکا د هوايي ځواکونو د پالېسۍ تر بدلون وروسته، هغه لومړۍ ښځه وه چې د جګړې ډګر تهیې پروازونه پیل کړل.
د هغې په مقابل کې د ډموکرات ګوند کاندیده کرستین سینما ولاړه وه چې اول وار د همجنسګرایانو لهمنځه راپورته شوه او سنا تهیې ځان کاندید کړ.
داسې ګڼل کېږي چې نانسي پلوسي، له کالفورنیا د دموکراتانو کاندیده به د امریکا د استازو مجلس د مشرتابه څوکۍ ترلاسه کړي.
نانسي پلوسي د سې شنبې په ماښام په واشنګټن کې د ډموکراتانو غونډې ته وویل:
"یو ډموکرات کانګرس به د ستونزو پر داسې حل کار کوي چې موږ سره نږدې کړي ځکه موږ ډېر اختلافات تجربه کړي دي. د امریکا خلک سوله غواړي. هغوی غواړي چې د هغوی د ژوند د مثبت تغییر لپاره کار وکړو او زموږ د کار پایلو ته ګوري!"
داسې ګڼل کېږي چې په امریکا کې په انتخاباتي مبارزو کې سږ کال د ښځو د زیات ګډون او فعالیت یو دلیل د ښځو په اړه د امریکا د جمهور رئيس، ډونالد ټرمپ بحث پارونکي نظریات دي.
په امریکا کې له ښځو سره د جنسي تشدد او تبعیض پر ضد کمپاین «Metoo#»، په امریکا کې د سترې محکمې د رهبري پلاوي ته د برت کوېنا انتخاب او پر هغه د یوې ښځې لهخوا د جنسي زیاتي تور لګېدو ډېرې ښځې وهڅولې چې په ټاکنو کې ګډون وکړي.
همداراز، داسې ګڼل کېږي چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د امریکا د جمهوري ریاست لپاره په انتخاباتي مبارزه کې د ډموکرات ګوند د کاندیدې هېلري کلېنټن ماتې هم د ښځو په هڅولو کې رول درلود.
د ۲۰۱۷ میلادي کال د جنورۍ په میاشت کې سلګونه زره امریکايي ښځې په واشنګټن کې د ښځو د حقونو د ملاتړ لپاره مارش ته راووتې او غالباً، د دې جذبهیې په ښځو کې زیاته کړه چې ځانونه کاندید کړي او ښځو ته رأیه ورکړي.
ژورنالېستې وینډي ساش د امریکا په ټاکنو کې د ښځو د رول په اړه یو مستند فلم «سرج» جوړ کړی دی.
هغې فوربس خپرونې ته په یوه مقاله کې لیکلي:
"د یوې ژورنالېستې له نظره، زه د یوې یا بلېخوا پلوي نهشم کولای او شخصي احساسات باید جلا وساتم، خو دا وار مسئله فرق لري. دا وار مسئله شخصي ده ځکه داسې احساس کوم چې زموږ د هېواد د ډموکراسۍ د روح په اړه پرېکړه کېږي."
هغې د امریکا په ېل پوهنتون کې د ښځو کمپاین پوهنځي د مشرې، پاتي روسو په حواله لیکلي:
"د دې انتخاباتو زړی د ښځو دی."