د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۳ لړم ۱۳۹۷ کابل ۰۳:۱۹

سټارز اېنډ سټرايپس: په افغانستان کې د سولې لپاره هلې ځلې بې‌نتيجې پاته شوي


  • نيويارک ټايمز

نيويارک ټايمز ورځپاڼې له وسله‌والو طالبانو سره د نښتو پر مهال د افغان امنيتی ځواکونو تلفاتو ته کتلي دي.

د ورځپاڼې په وينا، لسګونه د پوليسو افسران او د ملي اردو سرتېري د دوشنبې او سې شنبې په ورځو په بېلابېلو سيمو کې د طالبانو د نهو حملو په نتيجه کې وژل شوي دي.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې په فراه، کندهار او غزني ولايتونو کې د طالبانو حملې يادې کړي او ويلي يې دي، په ټوله کې طالبانو د افغانستان په اوو ولايتونو کې د دوشنبې او سې شنبې په ورځو حملې کړي چې په نتيجه کې يې ۵۹ پوليس افسران او سرتېري وژل شوي دي.

نيويارک ټايمز : لسګونه د پوليسو افسران او د ملي اردو سرتېري د دوشنبې او سې شنبې په ورځو د طالبانو د نهو حملو په نتيجه کې وژل شوي دي.
نيويارک ټايمز : لسګونه د پوليسو افسران او د ملي اردو سرتېري د دوشنبې او سې شنبې په ورځو د طالبانو د نهو حملو په نتيجه کې وژل شوي دي.

وسله‌والو طالبانو ويلي چې په فراه ولايت کې يې یو شمېر مرکزونه نيولي دي او وسلې هم د دې ډلې لاس ته لوېدلې دي.

ورځپاڼې د کندهار ولايت يادونه کړې چې تر يوه کال په زیاته موده کې دا ولايت ارام وو، خو د کندهار د مخکېني امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق له وژل کېدو سره په دې ولايت کې امنيتي وضعیت تر مخکې هم خراب شوی دی.

نيويارک ټايمز: د کندهار د مخکېني امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق له وژل کېدو سره په دې ولايت کې امنيتي وضعیت تر مخکې هم خراب شوی دی.

نيويارک ټایمز په داسې حال کې افغان امنيتي ځواکونو ته د تلفاتو اوښتو خبر ورکوي چې ولسمشر اشرف غني په کابل کې د ناټو له عمومي منشي سره د سې شنبې په ورځ په يوه ګډه خبري غونډه کې وويل چې افغان امنيتي ځواکونه لوړ توان لري او د ښاغلي غني په وينا د افغان ځواکونو په اړه قضاوتونه باید عادلانه او سم وي.

  • سټارز اېنډ سټرايپس

سټارز اېنډ سټرايپس ورځپاڼې بيا ليکلي، د ناټو عمومي سرمنشي پر ننګونو سربېره له افغان امنيتي ځواکونو د روزنې ژمنه وکړه.

ينس سټولټنبرګ د سې شنبې په ورځ په کابل کې وويل، په افغانستان کې وضعیت ستونزمن او د تاوتريخوالي شاهد دی او بې‌ثباتي شته.

سټولټنبرګ همداراز زیاته کړه چې په افغانستان کې ننګونې کمې نه‌ګڼي.

د سټارز اېنډ سټرايپس ورځپاڼې په وينا، د افغانستان تر ۱۷ کلنې جګړې او افغان ځواکونو ته تر تلفاتو اوښتو وروسته په دې هېواد کې د سولې د خبرو لپاره هلې ځلې بې‌نتيجې پاتې شوي دي.

ينس سټولټنبرګ د سې شنبې په ورځ په کابل کې وويل: په افغانستان کې وضعیت ستونزمن او د تاوتريخوالي شاهد دی.
ينس سټولټنبرګ د سې شنبې په ورځ په کابل کې وويل: په افغانستان کې وضعیت ستونزمن او د تاوتريخوالي شاهد دی.

د ناټو عمومي منشي د افغان ځواکونو د تلفاتو زياتېدو لامل د نړيوالو ځواکونو له نظامي عملیاتو څخه ګوښه کېدل ګڼي ځکه دا ځواکونه خپل افغان همکارانو ته پر سلا ورکولو او روزنه‌یې تمرکز کوي.

سټارز اېنډ سټرايپس ورځپاڼې دې ته هم پام کړی چې ينس سټولټنبرګ په افغانستان کې د ناټو مأموریت ننګونو ته اشاره وکړه، خو بيا یې هم په دې هېواد کې سولې ته هيله څرګنده کړه.

سټارز اېنډ سټرايپس: امريکايي او ناټو ځواکونه رسماً د افغانستان په جګړه کې ګډون نه‌کوي، خو بیا هم د طالبانو له حملو يا دولتي ځواکونو له ناخوښۍ سره مخامخ دي.

د ورځپاڼې په وينا، په داسې حال کې چې امريکايي او ناټو ځواکونه رسماً د افغانستان په جګړه کې ګډون نه‌کوي، بیا هم د طالبانو له حملو يا دولتي ځواکونو له ناخوښۍ سره مخامخ دي.

سټارز اېنډ سټرايپس د بېلګې په توګه پر میجر برېنټ ټېلر حمله ياده کړې ده چې د شنبې په ورځ په کابل کې په يوه روزنيز مرکز کې ووژل شو.

د ورځپاڼې په وينا، د روان کال پر مهال دا څلورم ځل وو چې افغان ځواکونو پر خپلو نړيوالو همکارانو حملې کړي او هغوی یې وژلي دي.

XS
SM
MD
LG