د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۵ لړم ۱۳۹۷ کابل ۰۴:۵۶

مېل انلاین: د ناټو عمومي منشي په افغانستان کې سولې ته خوشبیني ښکاره کړې


  • مېل انلاین

مېل انلاین خپرونې په خپله تازه ګڼه کې د سولې په ارتباط د ناټو د سرمنشي ینس سټولټنبرګ خبرې راخیستې دي چې په افغانستان کې یې د سولې د هڅو ستاینه کړې ده.

سټولټنبرګ د سې شنبې په ورځ د کابل د سفر پر مهال وویل، نن سبا تر بل هر وخت په افغانستان کې د سولې امکانات زیات شوي دي.

خپرونه لیکي، سربېره پر دې چې په افغانستان کې شخړې زیاتې شوې دي د ناټو عمومي منشي په دغه هېواد کې سولې ته ډېره خوشبیني ښکاره کړې ده، خو ټینګار یې کړی دی چې لا هم په افغانستان کې وضعیت جدي دی.

سټولټنبرګ طالبانو ته خبرداری ورکړ چې د جګړې دوام بې‌ګټې او بې‌ثمره دی.
سټولټنبرګ طالبانو ته خبرداری ورکړ چې د جګړې دوام بې‌ګټې او بې‌ثمره دی.

سټولټنبرګ طالبانو ته خبرداری ورکړ چې د جګړې دوام بې‌ګټې او بې‌ثمره دی او ناټو د افغانانو په مشرۍ د داسې سولې ملاتړ کوي چې ملکیت‌یې د افغانانو وي.

یو شمېر امریکایي ورځپانو او خپرونو بیا د امریکا د کانګرس د منځ‌مهالي انتخاباتو په ترڅ کې د افغانستان مسئله راخیستې ده.

  • هافینګتن پُسټ

هافینګتن پُسټ ورځپاڼه لیکي، که چېرته ډموکراتان د استازو په جرګه کې اکثریت ترلاسه کړي بیا به د افغانستان جګړې ته پاملرنه وکړي.

تېر ځل چې ډموکراتان د کانګرس په استازو جرګه کې اکثریت و په افغانستان کې ۵۰ زره امریکایي پوځيان وو او اوس ۸ کله وروسته ۱۵ زره امریکايي سرتېري په افغانستان کې حضور لري او امریکایان لاهم په دې باور دي چې د دې اوږدې جګړې انجام ته ورنږدې نه‌دي.

هافینګتن پُسټ: امریکایان لاهم په دې باور دي چې د دې اوږدې جګړې انجام ته ورنږدې نه‌دي.
هافینګتن پُسټ: امریکایان لاهم په دې باور دي چې د دې اوږدې جګړې انجام ته ورنږدې نه‌دي.
هافینګتن پُسټ: که چېرته ډموکراتان د استازو په جرګه کې اکثریت ترلاسه کړي بیا به د افغانستان جګړې ته پاملرنه وکړي.

​د ورځپاڼې په باور د ډموکراتانو ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې د امریکایي پوخیانو شمېر زیات کړ، خو له دغه هېواده‌یې پرته له دې چې د جګړې په ډګر کې شرایط په پام کې ونیسي، د هغوی د ایستلو لپاره مهالوېش وټاکه.

هافینګتن پُسټ وړاندې لیکي، دا جګړه اوس هم د امریکايي پوځیانو د تلفاتو سبب کېږي، خو د جمهوري غوښتونکو ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي دي چې په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو حضور د جګړې له ډګر سره ارتباط لري او هېڅ ډول زماني محدودیت ورته نه‌ټاکي.

  • یو اېس ټوډې ورځپاڼه

بلې امریکایۍ ورځپاڼې یو اېس ټوډې لیکلي دي، پر هغو لارو چې خلک د امریکا د منځ‌مهاله انتخاباتو د رأی ورکولو لپاره درومي، د نوماندانو تصویرونه تر سترګو کېږي، خو د یوتا ایالت په اودن ښارګوټي کې د امریکایي افسر برېنټ ټېلر عکس ښکاري چې په وروستیو کې په افغانستان کې ووژل شو.

امریکایي افسر برېنټ ټېلر په وروستیو کې په افغانستان کې ووژل شو.
امریکایي افسر برېنټ ټېلر په وروستیو کې په افغانستان کې ووژل شو.

له ۳۹ کلن برېنټ څخه ۷ ماشومان پاتې دي، دی د نومبر په درېیمه یوه افغان کمانډو چې ده روزلی و، وویشت.

برېنټ تر مرګ یوه اوونۍ مخکې په افغانستان کې په داسې هېواد کې چې د طالبانو د رژیم له ماتې راوروسته د ډموکراسۍ ارزښتونه ازمایي، د ولسې جرګې د انتخاباتو شاهد و.

XS
SM
MD
LG