افغان حکومت ویلي دي چې په روسیه کې د افغانستان د سولې په اړه د بحث په غونډه کې به ګډون ونه کړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ وویل چې د دې غونډې د وخت، څرنګوالي او د افغان حکومت د استازو د ګډون په اړه له روسیې سره موافقه نه ده شوې.
په همدې حال کې د سولې عالي شورا او د پخواني ولسمشر حامدکرزي په ګډون ځینو چارواکو ویلي چې د مسکو په غونډه کې ګډون کوي.
اوس پوښتنه دا ده چې د دې غونډې د بریا چانس څومره دی؟
په دې اړه احمدتکل د ولسي جرګې له غړي نذیر احمدزي سره مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتلي چې افغان حکومت ولې د مسکو په غونډه کې ګډون نه کوي؟
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: