د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۸

مېل انلاین: انتخاباتو کې به د ښاغلي غني اساسي رقیب څوک وي؟


  • مېل ان‌لاین

مېل ان‌لاین خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې یو مطلب لیکلی چې عنوان یې دی د افغانستان ولسمشر اشرف غني غواړي بیا دغه څوکۍ تر لاسه کړي.

د لیکوال په خبره ولسمشر غني غواړي له جګړې ستړو رأيه ورکوونکو ته خپل ځان داسې ور وپېژني چې کولی شي د دغه هېواد ۱۷ کلن بحران ختم کړي.

د مېل ان‎لاین په لیکنه اشرف غني خپل ځان د سولې بهیر ته ژمن بولي او د لیکوال په خبره هڅې یې ظاهراً بې نتیجې هم نه‎وې.

د افغانستان په تېرو ولسمشریزو انتخاباتو کې چې د پراخو درغلیو ادعا ورسره وې، ولسمشر اشرف غني عبدالرشید دوستم خپل لومړی مرستیال وټاکه، خو دا معلومه نه‎ده چې په راتلونکو انتخاباتو کې به دغه څوکۍ چا ته ورسېږي.

مېل ان‌لاین لیکي:

دا هم معلومه نه‎ده چې په راتلونکو انتخاباتو کې به د ښاغلي غني اساسي رقیب څوک وي؟

تراوسه د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د ملي امنیت پخوانی سلاکار محمد حنیف اتمر چې په اګسټ کې یې له خپلې دندې استعفا وکړه، احتمالي کاندیدان بلل کېږي.

د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور چې یو وخت یې نه غوښتل د ولایت څوکۍ پریږدي، هم دغې څوکۍ ته لېوالتیا ښودلې ده.

مېل ان‎لاین زیاتوي د اشرف غني اوسنۍ ولسمشرۍ دوره له تاوتریخوالي، پراخو ملکي تلفاتو، کورنیو سیاسي شخړو او د فرقه‎یې او قومي تفرقو سره مل ده.

  • واشنګټن اګزماینر

یوه بله خپرونه واشنګټن اګزماینر په خپله وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې د امریکا د بیارغونۍ د سرمفتش ادارې یا سیګار وروستي راپور ته په اشارې یو مطلب لیکلی دی چې وایي، په افغانستان کې د سلګونو امریکایانو د قربانۍ، میلیاردونو ډالرو لګښتونو او په ۱۷ کلنه جګړه کې د امریکایي سرتيرو د ګډون سره-سره د کابل حکومت نه‎دی توانیدلی:

  • د افغانستان پر ټولو برخو واک ولري.
  • اداري فساد په یوې ساري ناروغۍ بدل شوی.
  • انتخاباتو له تاوتریخوالي سره مله ول.
  • ډموکراسي نه‎ده توانیدلې اساسي بنسټ ولري.
  • د نشه‎یي موادو پر وړاندې مبارزه هم له ناکامۍ سره مخامخ ده.

واشنګټن اګزماینر د امریکا د عدلیې وزارت له قوله لیکي:

د افغانستان لویه څارنوالي کمزورې ده او نه‎شي کولی زورواکي عدالت ته راولي، نو له همدې کبله یې خپل اعتبار له لاسه ورکړی دی.

د لیکوال په خبره که څه هم امریکا په ورځ کې یو نیم میلیون ډالره د نشه‎یي موادو د له‎منځه وړلو لپاره لګوي، خو په افغانستان کې د کوکنارو کښت د ۲۰۰۲ میلادي کال په مقایسه څلور برابره ډېر شوی دی.

XS
SM
MD
LG