د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۲

ګارډين: ډېرو ښځو په افغانستان کې د لوست او کار کولو لپاره ډېره مبارزه کړې


  • واشنګټن پُسټ

واشنګټن پُسټ ورځپاڼې په فراه ولايت کې د افغان ملي پوځ د هليکوپټر سقوط کېدو ته کتلي دي.

د دې هليکوپټر په سقوط کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو د مرستيال او د فراه ولايتي شورا د رئيس په ګډون ټول ۲۵ کسان وژل شوي دي.

د افغانستان د پوځ يوه وياند نورالحق خالقي ويلي چې د پېښې په ځای کې طالبان فعاليت لري.

واشنګټن پُسټ ورځپاڼې ليکلي چې په تېرو څو مياشتو کې د افغان ځواکونو يو شمېر هليکوپټر په بېلابېلو سيمو کې سقوط شوي او په فراه ولايت کې د چهارشنبې پېښه دغو ځواکونو ته يوه لويه ضربه ده.

واشنګټن پُسټ: د افغانستان د ځواکونو هليکوپټر له پخواني شوروي اتحاد څخه راوړل شوي وو چې اوس مخ پر خرابېدو دي.
واشنګټن پُسټ: د افغانستان د ځواکونو هليکوپټر له پخواني شوروي اتحاد څخه راوړل شوي وو چې اوس مخ پر خرابېدو دي.

د واشنګټن پُسټ ورځپاڼې په وينا، د افغانستان په ليرې پرتو سیمو کې هليکوپټرونه د ځواکونو او تجهيزاتو د انتقال اصلي وسیله ده.

واشنګټن پُسټ دې ته هم پام کړی چې د افغانستان د ځواکونو هليکوپټر له پخواني شوروي اتحاد څخه راوړل شوي وو چې اوس مخ پر خرابېدو دي.

واشنګټن پُسټ: امريکا له افغان ځواکونو سره د پرمختللو هليکوپټرو مرسته کړې ده.

له همدې کبله امريکا له افغان ځواکونو سره د پرمختللو هليکوپټرو مرسته کړې ده.

وسله‌والو طالبانو ادعا کړې چې پرون‌يې په فراه ولايت کې يو هليکوپټر ويشتلی، خو افغان چارواکو دا ادعا رد کړې او ويلي يې دي چې هليکوپټر د فني عوارضو په نتيجه کې له یوه غره سره نښتې او پېښه رامنځته شوې ده.

  • ګارډين ورځپاڼه

"ښځو ته اړتیا نه‌شته چې له کوره دباندې کار وکړي" دا د ګارډين ورځپاڼې د مقالې عنوان دی.

ورځپاڼې د يوې ۲۰ کلنې لوستې پېغلې کيسې ته پام کړی دی.

د ګارډين په وينا، رويا غواړي د رسنيو په يوه پروګرام کې کار وکړي او پرمختګ وکړي، خو پلار يې وايي يوې پېغلې نجلۍ ته څه اړتيا ده چې له کوره دباندې کار وکړي؟

د رويا ورور او پلار يې په همدې نظر دي او وايي چې ښځې بايد له کوره دباندې وظيفه ونه‌لري.

ګارډين: په وروستیو کلونو کې ډېرو ښځو او نجونو په افغانستان کې د لوست او کار کولو د حق لپاره ډېره مبارزه کړې ده.
ګارډين: په وروستیو کلونو کې ډېرو ښځو او نجونو په افغانستان کې د لوست او کار کولو د حق لپاره ډېره مبارزه کړې ده.

په مقاله کې راغلي چې رويا د خپلې کورنۍ لومړۍ نجلۍ ده چې غواړي له کوره دباندې دنده ترسره کړي.

ټاکل شوې ده هغه ټلوېزيوني پروګرام چې رويا يې جوړوي، په نومبر مياشت کې په افغانستان کې پر يوه ټلوېزيون خپور شي.

دا پروګرام د امریکا د پرمختيایي ادارې له‌خوا تمويلېږي او د رومي سلاکار مرکز له‌خوا جوړېږي.

ګارډين ورځپاڼې په مقاله کې ليکلي چې په وروستیو کلونو کې ډېرو ښځو او نجونو په افغانستان کې د لوست او کار کولو د حق لپاره ډېره مبارزه کړې ده او هغه هم په داسې حال کې چې افغان ټولنه له ډېرو خطرونو سره مخامخ ده.

مینه شریف: ډېری په علني توګه د ښځو د کار کولو مخالفت کوي.

​په رومي سلاکار مرکز کې د ټلوېزیوني پروژو مسئوله مينه شريف وايي، ځيني کسان د رويا د کار ملاتړ کوي، خو ډېری په علني توګه د ښځو د کار کولو مخالفت کوي.

ګارډين ورځپاڼې ليکلي چې رويا غواړي خپل لومړی پروګرام له دې پیغام سره پیل کړي چې په کابل کې ښځې له ډېرو ستونزو تېرېږي، خو د دې ښار ښځې په ورو او یوځايي د خپل ښار راتلونکی جوړوي.

XS
SM
MD
LG