د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۸

د غزني والي: ورځ تر بلې پر غزني امنیتي ساحه تنګېږي


د غزني والي وحیدالله کلیمزی
د غزني والي وحیدالله کلیمزی

د غزني والي د دغه ولایت له نوې نظامي رهبري څخه غواړي چې د دولت له لاسه وتلې سیمې دې بېرته تر خپلې ولکې لاندې راولي.

وحیدالله کلیمزی وايي، تر بل هر وخت زیات د غزني امنیت تر سخت ګواښ لاندې دی چې له تېرو درېیو کالو څخه امنیتي ستونزې زیاتې شوي او ورځ تر بلې زموږ د کنټرول ساحه راکمېږي.

وحیدالله کلیمزي د غزني په امنیه قوماندانۍ کې په جوړه شوې غونډه کې د غزني له نوي ګومارل شوي امنیه قوماندان جنرال داوود تره‌خېل څخه غوښتنه وکړه چې د نورو تر څنګ هغه سیمې چې د اګسټ میاشتې په خونړۍ جګړه کې پرته له مقاومته د وسله‌والو طالبانو لاس ته لوېدلې وې، بېرته په خپل واک کې واخلي.

غزني ولایت ته نوی ګومارل شوي امنیه قوماندان جنرال داوود تره‌خېل
غزني ولایت ته نوی ګومارل شوي امنیه قوماندان جنرال داوود تره‌خېل

په غزني کې د اګسټ میاشتې په جګړه کې پر ځینو مشخصو کسانو پړه وراچول کېږي چې وسله‌والو ته‌یې پرته له کوم مقاوته ځینې پوستې تسلیم او سیمه‌یې ورته وسپارله.

غزني د افغانستان له ناامنه ولایتونو څخه یو دی چې د دغه ځای د اوسېدونکو په وینا ډېری ولسوالۍ یې سقوط، لویې لارې یې بندې او دولت ضد وسله‌وال‌یې د ښار په څنډو کې پراته دي چې هره ورځ ورڅخه د جګړو او وژنو خبرونه ورکول کېږي.

راپور: حبیب‌الرحمن تأثیر

XS
SM
MD
LG