د افغانستان د نفوسو د احوال ثبتولو مرکزي اداره وايي چې تر اوسه پر ۳۳ زره افغانانو برښنايي تذکرې وېشل شوې دي.
د دغه ادارې د عامه پوهاوي رئیس او ویاند روحالله احمدزي ازادي راډیو ته وویل چې ډېر ژر به د برښنايي تذکرو د وېش مرکزونه په هرات او ننګرهار ولایتونو کې هم پرانیستل شي.
اوسمهال یوازې په پلازمېنه کابل کې د برښنايي تذکرو د وېش مرکزونه فعال دي.
د ازادي راډیو خبریال اجمل تورمان له ښاغلي احمدزي سره مرکه کړې او په سر کې ورنه د دغه تذکرو د وېش د روان بهیر په اړه پوښتلي دي.
دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ: