واشنګټن پوسټ:
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د شنبې په ورځ د کندهار په انتخاباتو یوه لیکنه کړې.
په لیکنه کې لیکوال د افغانستان په وروستیو انتخاباتو او په دې هېواد کې په امنیتي پېښو په ځانګړې توګه، د کندهار د امنیې پخواني قوماندان جنرال عبدالرازق پر وژل کېدو تبصرې لیکلي.
ورځپاڼه وايي، د کندهار د انتخاباتو په ورځ تر ناوخته پورې د کومې لویې امنیتي پېښې راپور نه و ورکړل شوی.
لیکوال همدارنګه د رأیې ورکونکو د مرکزو په وړاندې د خلکو اوږدو کتارونو ته اشاره کړې چې د ولسي جرګې ۱۱۱ کاندیدانو ته یې تر یولس سوو زیاتو محلونو کې رأیې ورکړې.
په لیکنه کې په عمومي توګه د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه ویل شوي چې له نا امنیو سره مله و.
لیکوال وايي، په ټول افغانستان کې لس کاندیدان ووژل شول او د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې انتخابات مخکې له مخکې لغوه شوې وو.
لیکوال همدارنګه په غزني کې د انتخاباتو د ځنډېدو یادونه کړې او زیاتوي چې په کندهار کې بیا تېره اوونۍ له دې کبله انتخابات ونه شول چې د دې ولایت ځواکمن د امنیې پخوانی قوماندان جنرال عبدالرازق په هغه برید کې چې مسؤلیت یې طالبانو ومانه، ووژل شو.
ورځپاڼه زیاتوي چې د جنرال رازق وژنې چې د طالبانو سرسختی مخالف ګڼل کېده، په ټول افغانستان کې عکس العملونه راپورته کړل.
د لیکوال په وینا، نوموړي ته خلک د ملي اتل په سترګه ګوري او هغه یې د کندهار د ثبات ستن بلله.
واشنګټن پوسټ وايي، په داسې حال کې چې د راتلونکي کال د اپرېل د میاشتې لپاره د ولسمشرۍ انتخابات پلان شوي او افغان او امریکايي چارواکي له طالبانو سره د سولې هڅې کوي، د جنرال رازق دا ډول وژل کېدو په ډراماتیکه توګه د افغان دولت کمزوري په ډاګه کړه او هم یې په راتلونکو انتخاباتو او هم د سولې په پروسه په بې باوریو کې نوي عناصر ورزیات کړل.
په واشنګټن کې د سولې د انسټیټیوټ د افغانستان د برخې څېړونکي سکاټ ورډن واشنګټڼ پوسټ ته ویلي، د ولسي جرګې په انتخاباتو کې ستونزو او تاوتریخوالي هغه خواشینوونکی واټن په ډاګه کړ چې د ډموکراسۍ له لارې د بدلون لپاره د عامو افغانانو د هیلو او د دولت د هغې ناتوانۍ ترمنځ موجود دی چې د خلکو رأيې په سمه توګه مدیریت نه شوې کړای.
ورځپاڼه د ورډن له خولې زیاتوي، داسې ښکاري چې طالبان تر حکومت زیات د انتخاباتو لپاره چمتو وو.
ستارز اینډ سټرایبز:
ستارز اینډ سټرایبز خپرونې بیا د هغو اوازو په اړه لیکنه کړې چې د جنرال رازق له وژل کېدو وروسته افغانستان په ځانګړې توګه، کندهار کې خپرې شوې او ویل یې چې پر رازق د برید تر شا د امریکا پوځ لاس درلود.
خپرونه وايي، سره له دې چې وسله والو طالبانو د هغه برید مسؤلیت ومانه چې د کندهار د امنیې پخوانی قوماندان جنرال عبدالرازق او ددې ولایت د ملي امنیت رئیس یې وواژه او د امریکا یو جنرال یې ټپي کړ، ځینو کندهاریانو سټارز اینډ سټرایبز ته ویلي، دوی ګومان کوي چې دا برید امریکايي پوځ پلان کړی و.
خپرونه د کندهار د ځايي امنیتي چارواکو له خولې وايي، دا ډول اوازې طالبان او ګاونډی هېواد پاکستان د خلکو ترمنځ خپروي او زیاتوي چې د جنرال رازق وژل کېدو د افغانستان یو مهم او ستراتیژیک ولایت له امنیتي چېلنجونو سره مخ کړی دی.
خپرونه وايي، افغان لوړپوړو چارواکو د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت سرچینو دا اوازې بې بنسټه بللې دي.