د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۰

ویراټ کوهلي په یو ورځنیو کرکټ لوبو کې یو بل نړیوال ریکارډ جوړ کړ


د هندوستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپټان او د کرکټ د نړۍ نامتو لوبغاړي ویراټ کوهلي د کرکټ په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې یو بل نړیوال ریکارډ جوړ کړ.

کوهلي د نړیوالو یو ورځنیو لوبو په تاریخ کې لومړنی لوبغاړی شو چې په لږو لوبو کې یې ۱۰ زره منډې بشپړې کړې.

ویراټ کوهلي دا ریکارډ د چهارشنبې په ورځ په وشاکهابټنم کې د وېسټ انډیز د کرکټ د ملي لوبډلې پر خلاف په‎خپل ۲۱۳مه یو ورځنۍ لوبه کې جوړ کړ.

تر دې مخکې په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې د تېزو ۱۰ زرو منډو جوړولو ریکارډ د هندوستان له پخواني کپټان سچن ټنډولګر سره و.

نوموړي دا ریکارډ په ۲۰۰۱ میلادي کال کې په ۲۵۹ لوبو کې جوړ کړی و.

ویراټ کوهلي په ۲۰۰۸ میلادي کال کې نړیوالو یو ورځنیو لوبو ته راوتی او تر دې دمه‌یې ۲۱۳ لوبې کړي چې ۳۷ سلیزې او ۴۸ نیمه سلیزې هم په‎کې شاملې دي.

د هندوستان پخوانی کپټان سچن ټنډولګر
د هندوستان پخوانی کپټان سچن ټنډولګر

کوهلي په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې د تېزو ۱۰ زرو منډو د نړیوال ریکارډ تر جوړولو مخکې ګڼ شمېر نور ریکارډونه هم جوړ کړي دي.

د هندوستان د ملي کرکټ لوبډلې کپټان ویراټ کوهلي دا مهال د کرکټ د نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې په ټېسټ او یو ورځنیو لوبو کې لومړنی لوبغاړی دی او همدا شان تر سچن ټنډولګر وروسته لومړنی لوبغاړی دی چې ډېرې سلیزې یې وهلې دي.

ویراټ کوهلي پر نړیوالو لوبو سربېره د هندوستان په کورني کرکټ لیګ «IPL» کې هم لوبېږي او په‎دې لیګ کې هم ښه ریکارډ لري.

XS
SM
MD
LG