د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۸

امریکا او څو عربي هېوادونو د طالبانو څو مشران په تور لېست کې شامل کړي


د امریکا د خزانې وزارت او څو عربي هېوادونو په ګډه د افغان طالبانو څو مشران او ورپورې تړلي کسان په تور لېست کې شامل کړي دي.

د ترهګرۍ د تمویل د نښه کولو مرکز یا «TFTC» د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې نهه تنه‌یې د افغان طالبانو د ملاتړ په خاطر په تور لېست کې شامل کړي دي.

اووه هېوادونه «امریکا، سعودي عربستان، بحرین، قطر، متحده عربي امارات، عمان او کوېټ» د دې مرکز غړي دي او ټولو په ګډه په نهو کسانو د طالبانو د غړیتوب یا له دوی سره د همکارۍ په خاطر بندیزونه لګولي دي.

د امریکا د خزانې وزیر سټیفن منوچین د سې شنبې په ورځ وویل دوی د طالبانو څو مشران د ځان وژونکو بریدونو او مرګونو فعالیتونو په خاطر د بندیزونو په تور لېست کې شامل کړي دي.

د امریکا د خزانې وزیر سټیفن منوچین
د امریکا د خزانې وزیر سټیفن منوچین

د منوچین په وینا ایراني نظامي افسران بیا په دې خاطر په دې لېست کې شامل شوي چې طالبانو ته‌یې مالي مرستې او تجهیزات برابرول او هغوی ته‌یې روزنه ورکوله چې په نتیجه کې یې له ترهګرۍ څخه د تهران ملاتړ ثابتېږي.

د امریکا د خزانې وزارت ټینګار کړی چې طالبان او تمویلوونکي یې هڅه کوي افغان حکومت او د افغانستان ثبات له خطر سره مخ کړي.

سټیفن منوچین ویلي، امریکا او شریکان‌یې دا نه‌شي منلی چې د ایران رژیم دې د بې‌ثباته کوونکو عناصرو څخه په استفادې افغانستان کې ستونزې رامنځته کړي.

نوموړي زیاته کړې چې له طالبانو څخه د ایران ملاتړ د ملګرو ملتونو له پرېکړه‌لیکونو څخه څرګند سرغړاوی دی.

سټیفن منوچین: امریکا او شریکان‌یې دا نه‌شي منلی چې د ایران رژیم دې د بې‌ثباته کوونکو عناصرو څخه په استفادې افغانستان کې ستونزې رامنځته کړي.
سټیفن منوچین: امریکا او شریکان‌یې دا نه‌شي منلی چې د ایران رژیم دې د بې‌ثباته کوونکو عناصرو څخه په استفادې افغانستان کې ستونزې رامنځته کړي.

خو دا نهه تنه چې امریکا او د خلیج عربي هېوادونو د ترهګرو یا د هغوی د ملاتړو په لېست کې شامل کړي څوک دي؟

د محمد ابراهیم اوهادي او اسماعیل رضوي په نومونو دوه ایراني افسران د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک غړي بلل شوي دي.

شپږ تنه د وسله‌والو طالبانو غړي او افغانان دي چې له ایران سره د وسله‌والو طالبانو د اړیکو په ټینګولو کې رول لوبولی دی.

​ عبدالعزیز بیا یو پاکستاني سوداګر دی چې په دې لیست کې د نشه‌يي موادو قاچاقچي او د کوټې په شورا کې د طالبانو تمویلوونکی بلل شوی دی.

شپږ تنه نور د وسله‌والو طالبانو غړي او افغانان دي چې د امریکا د خزانې وزارت په وینا ډېرو یې له ایران سره د وسله‌والو طالبانو د اړیکو په ټینګولو کې رول لوبولی دی.

پر دوو ایرانيانو او یو پاکستاني سربېره په دې تور لېست کې د هلمند ولایت لپاره د طالبانو د نومول شوي والي عبدالرحیم منان، د هرات لپاره د طالبانو له‌خوا د نومول شوي والي مرستیال عبدالصمد فاروقي نومونه شامل دي.

پر دې سربېره محمد داود مزمل چې د هلمند لپاره د طالبانو د نومول شوي والي مرستیال بلل شوی، نعیم بړیڅ د نشه‌يي موادو افغان قاچاقچي او د طالبانو او ایران ترمنځ د اړیکو ټینګوونکی بلل شوی دی هم د بندیزونو په دې لېست کې ځای شوي دي.

دوه نور طالب مشران چې یو یې صدر ابراهیم د طالبانو د نظامي کمېسیون غړی بلل شوی او بل هم حافظ مجید چې د طالبانو د شورا او نظامي کمېسیون لوړپوړی غړی بلل شوی هم د بندیزونو په دې لېست کې دي.

په کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، تر اوسه ژر دی چې د طالبانو او دوی د ملاتړو په وړاندې د امریکا او عربي هېوادونو د دې اقدام په اړه نظر څرګند کړي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید بیا ازادي راډیو ته وویل دوی د نړیوالې ټولنې د هر هغه اقدام هرکلی کوي چې وسله‌والو طالبانو د تجهیز او تمویل مخه ونیسي.

خو د سولې د بهیر لپاره به د دې اقدام اغېزې څه وي، د سولې د عالي شورا مرستیالې حبیبې سرابي په دې اړه زادي راډیو ته په احتیاط غبرګون وښود.

مېرمن سرابي زیاته کړه:

"سوله له دښمن سره کېږي له دوست سره نه. سوله له جنګي ډلو سره کېږي، هغو کسانو سره چې د افغانستان د خلکو په وړاندې جګړه کوي، نو په دې خاطر سوله مختلف اړخونه لرلی شي او ورته د رسېدو لپاره بېلابېل انتخابونه مؤثر دي لکه نظامي فشار، بندیزونه، خبرې او نور مختلف انتخابونه."

د دغو کسانو سوداګریزې پانګې په امریکا او د خلیج په شپږو هېوادونو کې کنګلېږي.

​د هغې پرېکړې له مخې چې د ترهګرۍ د تمویل په نښه کولو د شریک مرکز له‌خوا شوې، د بندیزونو په لېست کې د شاملو شپږ تنو افغان طالب چارواکو، دوو ایراني پوځي افسرانو او یو پاکستاني سوداګر پانګې په امریکا او د خلیج په شپږو هېوادونو کې کنګلېږي.

همدارنګه دوی دې هېوادونو ته له سفر منعه شوي دي.

تر دې مخکې د امریکا د خزانې وزارت د روان کال د جنورۍ په ۲۵مه نېټه شپږ تنه د طالبانو او حقاني شبکې د ملاتړ په خاطر په تور لېست کې شامل کړي و.

دا شپږ واړه د طالبانو قوماندانان او یا پخواني چارواکي وو.

XS
SM
MD
LG