د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۲

فارن پالېسي: له څو لسیزو راهیسې افغانان په دې وېره کې ژوند کوي چې وبه وژل شي


  • فارن پالېسي

فارن پالېسي خپرونې د افغانستان د ولسي جرګې د وروستیو انتخاباتو په اړه لیکلي دي چې سربېره پر دې چې دا انتخابات له نیمګړتیاو او ګډوډیو سره مل و، خو خلکو د ډموکراسۍ لپاره د رأی ورکولو له حقه استفاده وکړه.

خپرونه وړاندې لیکي، تېره شنبه او یکشنبه تر درې میلیونه ډېرو افغانانو رأیې ورکړې او دوی په داسې حال کې په انتخاباتو کې برخه واخیسته چې دوه ورځې مخکې د دغه هېواد پېژندل شوې څېره​ د غوڅ ملاتړ مأموریت له عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره تر خبرو وروسته په کندهار کې ووژل شو.

جنرال عبدالرازق
جنرال عبدالرازق

فارن پالېسي لیکي، له څو لسیزو راهیسې افغانان په دې وېره کې ژوند کوي چې وبه وژل شي، خو د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق پر وژلو ډېرو خلکو عکس‌العمل څرګند کړ.

فارن پالېسي: افغانان د خپل هېواد رغونې ته ژمن دي.

د خپرونې په باور سربېره پر دې چې د ولسي جرګې انتخابات له امنیتي او تخنیکي ستونزو سره مخامخ وو، خو افغانانو د بې‌کفایته مؤسساتو سربېره له ډموکراسۍ سره خپله ژمنه ثابته کړه.

د ولسي جرګې انتخابات له امنیتي او تخنیکي ستونزو سره مخامخ وو، خو افغانانو د بې‌کفایته مؤسساتو سربېره له ډموکراسۍ سره خپله ژمنه ثابته کړه.
د ولسي جرګې انتخابات له امنیتي او تخنیکي ستونزو سره مخامخ وو، خو افغانانو د بې‌کفایته مؤسساتو سربېره له ډموکراسۍ سره خپله ژمنه ثابته کړه.

فارن پالېسي بیا لیکي چې د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش په خپله د رأی ورکولو لپاره ۴۵ دقیقې انتظار شو او د کورنیو چارو د وزیر ویس برمک په وینا لیکي چې د انتخاباتو په دوو ورځو کې ۲۰۰ امنیتي پېښې رامنځته شوې چې په ترڅ کې یې ۱۷ ملکیانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

فارن پالېسي بیا لیکي چې افغانانو د رأی له ورکولو سره دا ثابته کړه چې ښایي د حکومت له کمزوري ناراحته وي، خو د خپل هېواد رغونې ته ژمن دي.

  • نشنل انټرسټ

نشنل انټرسټ خپرونې بیا د سولې مسئله رااخیستې ده او لیکي چې دغه بهیر د سیمې په کچه یوه نوي توافق ته اړتیا لري.

دا خپرونه څرګندوي چې په وروستیو میاشتو کې افغان او امریکایي چارواکو د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي.

د نشنل انټرست په وینا، د طالبانو له لوري د شخړو ادامه او د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر ټینګار د جنوبي اسیا د ستراتېژۍ د بریالیتوب لپاره افغان او امریکایي چارواکي هڅولي دي چې له طالبانو سره د سولې خبرې وشي، خو د لیکنې په وینا چې د دې ټولو فشارونو سربېره هغه وخت کېدای شي چې د سولې دا هڅې بریالۍ شي چې د سیمې او نړۍ په کچه له یوه نوي توافق سره ملګرې شي.

نشنل انټرست: د طالبانو له لوري د شخړو ادامه او د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر ټینګار د جنوبي اسیا د ستراتېژۍ د بریالیتوب لپاره افغان او امریکایي چارواکي هڅولي دي چې له طالبانو سره د سولې خبرې وشي.
نشنل انټرست: د طالبانو له لوري د شخړو ادامه او د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر ټینګار د جنوبي اسیا د ستراتېژۍ د بریالیتوب لپاره افغان او امریکایي چارواکي هڅولي دي چې له طالبانو سره د سولې خبرې وشي.

نشنل انټرسټ بیا وړاندې لیکي چې لومړی خو باید د سولې بهیر د دې توافق یوه برخه شي، داسې چې د سیمې او نړۍ ځواکمن هېوادونه په افغانستان کې د جګړې له تمویل او ملاتړه لاس واخلي.

نشنل انټرست: په افغانستان کې د داعش د فعالیت د پراخېدو وېرې مسکو او تهران هڅولي دي چې له طالبانو سره همکاري وکړي.

​د دې خپرونې په باور په افغانستان کې د داعش راپیدا کېدل او په تېره بیا چې په عراق او سوریه کې د دې ډلې هلې ځلې کمزورې شوې دي، دې ته لار پرانیستې ده چې روسیه او ایران تر طالبانو د داعش خطر ډېر احساس کړي.

نشنل انټرست لیکي، په افغانستان کې د داعش د فعالیت د پراخېدو وېرې مسکو او تهران هڅولي دي چې له طالبانو سره همکاري وکړي.

د خپرونې په باور، مسکو هڅه کوي چې د افغانستان لپاره د سولې یو ځانګړی بهیر پيل کړي، په ورته وخت کې پاکستان لاهم طالبانو ته په خپله خاوره کې پناهځای ورکوي.

XS
SM
MD
LG