د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۳

د امريکا د ملي امنيت سلاکار له عالي رتبه روسي چارواکو سره بحث کوي


د امريکا د ملي امنيت سلاکار جان بولتون
د امريکا د ملي امنيت سلاکار جان بولتون

د امريکا د ملي امنيت سلاکار جان بولتون چې په روسيه کې دى تمه کېږي نن د روسيې له دفاع وزير سرګي شوېګو سره وګوري، وروسته به له ولسمشر ولادیمير پوتين سره خبرې وکړي.

ښاغلي بولتون پرون له خپل روسي سيال نيکولاى پاتروشيف سره وکتل او پر ځينو مسايلو يې ورسره بحث وکړ.

د روسيې د ملي امنيت شورا وياند يفګيني انوشين وويل، بولتون او پاتروشيف د نړيوال امن او په امنيتي برخه کې د روسيې او امريکا د همکارۍ په ګډون پر ګڼو مسايلو خبرې وکړې.

ښاغلي بولتون پرون له خپل روسي سيال نيکولاى پاتروشيف سره هم وکتل.
ښاغلي بولتون پرون له خپل روسي سيال نيکولاى پاتروشيف سره هم وکتل.

تر دې مخکې عالي رتبه روسي چارواکو خبردارى ورکړى و، د ١٩٨٧م کال د اټمي وسلو د کنټرول له تړون څخه د واشنګټن وتل به نړۍ "لا خطرناکه" کړي.

دوى ويلي وو چې دا کار به مسکو اړ باسي بېرته په قدرت کې د توازن راوستلو لپاره ځيني اقدامات وکړي.

روسيه: د ١٩٨٧م کال د اټمي وسلو د کنټرول له تړون څخه د واشنګټن وتل به نړۍ "لا خطرناکه" کړي.

د امريکا د ملي امنيت سلاکار جان بولتون پر دې موضوع هم له روسي چارواکو سره خبرې کړې دي.

د کرملېن وياند دميتري پسکوف او د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف پرون د خبرداري په ډول ځيني بيانونه په داسې حال کې ورکړل چې د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د تېرې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې امريکا به د منځ-واټنه اټمي وسلو د کنټرول له تړون څخه ووځي.

ټرمپ ويلي چې روسيې له اوږدې مودې راهيسې له دغه تړون څخه سرغړونه کړې ده.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف
د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف پرون په مسکو کې د دغه تړون په اړه په خبرو کې وويل:

"په دې برخه کې به د هر اقدام په وړاندې ځوابي اقدام کېږي، ځکه ستراتېژيک ثبات يوازې د مساواتو پر اساس يقيني کېداى شي. دغه ډول مساوات به تر هر ډول شرايطو لاندې خوندي وي. موږ د نړيوال ثبات مسؤليت ته اوږه ورکوو او د امريکا له متحده ايالاتو هم غواړو چې له دغه مسؤليت څخه اوږه تشه نه‌کړي."

ډونالد ټرمپ اعلان وکړ چې امريکا به د منځ-واټنه اټمي وسلو د کنټرول له تړون څخه ووځي.​

​د کرملېن وياند دميتري پسکوف وويل، روسيه غواړي له دغه تړون څخه د واشنګټن د وتلو د پلان په اړه د امريکا د ملي امنيت له سلاکار جان بولتون څخه هم څه وضاحت وغواړي.

د امريکا اروپايي شريکانو هم په دې اړه اندېښنه ښوولې ده.

د اروپايي ټولنې اجرائيه کمېسيون له واشنګټن او مسکو څخه غوښتنه وکړه چې د دغه تړون د خونديتوب لپاره مذاکرې وکړي.

XS
SM
MD
LG