- واشنګټن پُسټ
واشنګټن پُسټ ورځپاڼې په دې اړه لیکلي: يوازي د شنبې او يکشنبې پر مهال د ۲۸ افغان امنیتي ځواکونو په ګډون ۷۸ کسان د رأيې ورکولو په مرکزونو کې د حملو پر مهال ووژل شول.
د ورځپاڼې په وينا، له ۸،۸ میلیونه کسانو څخه چې د انتخاباتو لپارهیې نومونه ثبت کړي وو، شااوخوا څلورو میليونو کسانو رأيې ورکړې چې یو شمېر يې د پام وړ ځکه دي چې د خطر په منلو سره د رأيې ورکولو مرکزونو ته لاړل.
واشنګټن پُسټ لیکلي چې خلک ځکه له خپلو کورو راووتل او رأيې يې ورکړې چې د خپل راتلونکي په خاطر هلې ځلې کوي.
له دې هر څه سره ورځپاڼې په افغانستان کې سولې ته هيله ښودلې او لیکي، د حکومت د توان په اړه اندېښنې شته چې څه ډول به خپل خلک خوندي ساتي.
واشنګټن پوسټ د اسیا ټولنې «Asia Society» له قوله چې له ۲۰۰۶م کال راهيسې د افغانستان په اړه نظرپوښتنه کوي، ليکلي چې په افغانستان کې له مهمو ادارو او له ډموکراسۍ د خلکو ملاتړ ډېر کم شوی او تر نيمايي کم خلک د انتخاباتو پر خپلواک کمېسیون اعتماد نهلري.
په ټوله کې د افغانستان د پارلمان پر غړو هم د خلکو باور کم شوی دی.
- وال سټريټ ژورنال
وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې هم ليکلي چې افغانانو پر خونړيو پېښو سربېره خپلې رأيې ورکړې.
د ورځپاڼې په وينا، د انتخاباتو د نيمګړتياوو او طالبانو پر تهديدونو سربېره افغانانو د شنبې په سهار په رأی اچونه کې ګډون وکړ.
وال سټريټ ژورنال: د انتخاباتو د نيمګړتياوو او طالبانو پر تهديدونو سربېره افغانانو د شنبې په رأی اچونه کې ګډون وکړ.
په مقاله کې راغلي چې پارلماني انتخابات د افغان حکومت لپاره د يوې لويې ازموينې په معنی دي چې د دې هېواد په ۱۷ کلنه جګړه کې د ثبات راوستلو لپاره هڅه ګڼل کېږي.
وال سټريټ ژورنال د کابل د دشت برچي د سيمې د يوې اوسېدونکې ثريا فيضي له قوله ليکلي چې وايي: ځانمرګي بريدونه د رأی ورکوونکو په لاره کې لوی خنډ دی.
دغې ۱۸ کلنې پېغلې ويلي چې کورنۍ يې د دې د خونديتوب په خاطر د انتخاباتو په ورځ ډېره اندېښمنه وه.
د وال سټريټ ژورنال په وينا، د حکومت او افغانانو تر څنګ انتخابات د بهرنیو تمويلوونکو لپاره چې ملياردونه ډالر یې له ۲۰۰۱م کال راهيسې له افغانستان سره مرسته کړي، هم ډېر مهم دي.
ټاکل شوې ده د دغو ادارو استازي په راتلونکې مياشت کې د سويس په ژنيو ښار کې سره راټول شي او د افغان حکومت د لاسته راوړنو او پرمختګونو په اړه د يوه تل پاتې سياسي نظام رامنځته کولو ارزونه وکړي.
وال سټريټ ژورنال ليکلي، ښايي د انتخاباتو نتايج د نومبر تر ۱۰مې اعلان نهشي، خو بیا هم د افغانستان د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د خلکو ګډون د پام وړ وو او يوه لويه بريا ګڼل کېږي.