د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۵ لړم ۱۳۹۷ کابل ۰۴:۴۶

د بلخ ټیم د افغانستان د کرکټ غوره لیګ وګاټه


بلخ ټیم په پای‌لوبه کې د کابل ځوانانو له ټیم سره مخ شوی و چې وتوانېد دا ټیم مات کړي.

دا د افغانستان د کرکټ د غوره لیګ لومړی دور و چې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شو.

د بلخ ټیم په پای‌لوبه کې د کابل ځوانانو ټیم له‎خوا د ۱۳۳ منډو هدف په ۱۸م اور کې د څلورو وېکټو په توپیر پوره کړ او وتوانېد چې د اتلولۍ جام خپل کړي.

بلخ ټیم ته درې لکه ډالره نغده جایزه هم ورکړل شوه.

د پای‌لوبې د بریا شاټ ګلبدین نایب په یوې شپږیزې وواهه.

ګلبدین نائب وویل چې بلخ ټیم د تکړه لوبغاړو په خاطر اتلولۍ ته ورسېد.

ګلبدین نائب
ګلبدین نائب

نوموړي زیاته کړه:

"خپلو ټولو مینه‎والو، د بلخ خلکو او ټیم مینه‎والو ته د دې سترې بریا مبارکي وایم. ډېرې ښې لوبې وشوې او خوشبختانه موږ دا ټورنمنټ وګاټه. زموږ د ټیم اکثر لوبغاړي د ۲۰ اووریزو لوبو ډېره تجربه لري لکه کرېس ګېل، بوپارا، مونرو او په خاصه توګه محمد نبي خو ټولې دنیا ته معلوم دی."

افغان ځوان لوبغاړي قیس احمد په‎دې پای‌لوبه کې پنځه وېکټې ترلاسه کړې.

د بلخ او کابل ټیمونو د غوره لیګ په سیالیو کې د سر دوه ټيمونه هم وو چې تر نورو ټولو ټیمونو یې زیاتې لوبې ګټلې وې.

د کابل ځوانانو د ټیم کپټان راشد خان د ټیم په ماتې خپه ښکارېده، خو ویې‌ویل چې خپله ټوله خواري يې وکړه.

په‎دې سیالیو کې په ګڼو افغان لوبغاړو سربېره کرېس ګېل، شاهد افریدي، برنډن مکولم، لوک رانکي، وین پارنیل او ځینو نورو پېژندل شویو بهرنیو لوبغاړو هم ګډون کړی و.

د بلخ د ټیم لوبغاړي او پېژندل شوي نړیوال کرکټر کرېس ګېل د افغانستان د کرکټ غوره لیګ ډېر بریالی وباله او ویې‌ویل چې ګڼو زلمیو لوبغاړو ته د پرمختګ زمینه برابره شوې.

کرېس ګېل
کرېس ګېل

نوموي زیاته کړه:

"د افغانستان کرکټ یوازې مخ په پراخېدو او ښه کېدو دی. زلمکي لوبغاړي ډېر ښه روان دي او ښه پرمختګ کوي. ستوري لوبغاړي راشد خان او محمد نبي هغوی ته نور ډاډ هم وربخښي چې له امله به‌یې افغان کرکټ په راتلونکي کې لا پسې ښه شي. که صادق واوسو باید ومنو چې نور نړیوال ټیمونه باید افغانستان ومني او هېڅ‌یې له پامه ونه‌غورځوي."

د افغانستان د کرکټ غوره لیګ د پنځو ټیمونو کابل ځوانان، بلخ، پکتیا، ننګرهار او کندهار ترمنځ د اکټوبر له پنځمې تر ۲۱مې دوام وکړ.

په دې لیګ کې تر ټولو زیاتې منډې د پکتیا د ټیم کپټان شهزاد محمدي کړي چې شمېر یې ۳۴۴ ته رسېږي.

د لیګ تر ټولو زیاتې وېکټې هم د پکتیا بالر ایسورو اوډانا اخیستي چې ۱۷ ته رسېږي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG