د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۱

روسیه: د سړې جګړې د دورې له یوې موافقې د امریکا وتل به خطرناکه وي


روسیه وایي، د منځني واټن ویشتونکو راکټونو له یوې موافقې د امریکا وتل به خطرناکه کار وي او د غچ اخیستونکو اعمالو سبب به شي.

د روسیې په خبره، واشنګټن پلان لري چې د سړې جګړې د دورې له دې مهمې موافقې چې د وسلو د کنټرول لپاره تړل شوې ووځي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي، هېواد یې ځکه د منځني واټن ویشتونکو اټمي قوتونو له تړونه وځي چې مسکو د کلونو لپاره دا تړون تر پښو لاندې کړی.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ

ښاغلي ټرمپ دا خبرې وړمه شنبه ورځ په نوادا کې خبریالانو ته وکړې:

"موږ به دا ډول وسلې «منځني واټن ویشتونکي راکټونه» پراخوو، مګر که روسیه راشي او چین راشي او په ګډه راته ووايي چې باید هوښیار واوسو او هېڅ یو دا وسله پراخه نه‎کړو. زه به هغه وخت خوښ شم، خو تر هغو چې نور خلک دا تړون تر پښو لاندې کوي موږ به‌یې هم غم نه‌کوو. فکر کوم په دې خبره پوهېږئ."

د ښاغلي ټرمپ تر دې اعلان یوه ورځ وروسته د روسیې رسنیو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال سرګي ریابکوف په حواله ویلي چې له دې تړون د امریکا وتل یو خطرناکه کار دی.

روسیې د امریکا تورونه تل رد کړي او ویلي یې دي چې په اصل کې په اروپا کې د امریکا متحده ایالاتو د میزائیلو دفاعي سیستم ځینې برخې له دغه تړون سره په ټکر کې راغلي.

اخوا د پخواني شوروي اتحاد رهبر میخاییل ګورباچف چې په ۱۹۸۷ کال کې له امریکا سره دا تړون لاسلیک کړی و، د امریکا د ولسمشر خبرو ته په اشارې ویلي چې دغه کار د واشنګټن "ناپوهي" په ډاګه کړه.

د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ یوه ویاند ویلي چې د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین به همدا اوونۍ د امریکا د ملي امنیت له سلاکار جان بولتون سره په مسکو کې وګوري او په‎دې اړه به ترې وپوښتي.

د ۱۹۸۷ کال تړون د منځني واټن ویشتونکو کروز راکټونو د تولید او عیار په برخه کې د روسیې او امریکا مخه نیسي.

د تړون له مخې منځني واټن ویشتونکي راکټونه هغه راکټونه بلل شوي چې له ۵۰۰ تر پنځه نیم زره کېلومتره مزل کوي.

امریکايي چارواکي وايي، روسیې کلونه کلونه دا راکټونه تعبیه کړي او واشنګټن په ۲۰۱۴ میلادي کال کې هم په رسمي توګه دا تور مطرح کړی دی.

اخوا د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هیکو ماس هم د اکټوبر په ۲۱مه د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې واشنګټن باید له دې نړیوالې موافقې نه د وتلو په پایلو غور وکړي.

ښاغلي ماس دا تړون د اروپا "د امنیتي جوړښت یوه مهمه ستنه" یاده کړه.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ویلي، موږ تل له روسیې غوښتي چې د سرغړونې په اړه تورونه ځواب کړي او دا دی دا وار له امریکا هم غواړو چې د کار په پایلو غور وکړي.

راپور: صفي‎الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG