د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۱

والستریت: په افغانستان کې د ثبات لپاره د امریکا ۱۷کلنې هڅې له ننګونو سره مخ دي


  • نیویارک ټایمز

امریکايي نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان په کندهار ولایت کې د ولسي جرګې د انتخاباتو ځنډیدو او د دغه ولایت د ځواکمن طالب ضدي امنیه قومندان جنرال عبدالرازق د خاورې سپارنې مراسمو ته پام اړولی دی.

د مقالې لیکوال د افغان حکومت په حواله لیکلي چې په کندهار کې د ولسي جرګې انتخابات د یوې اوونۍ لپاره ځنډول شوي دي.

د ولسي جرګې انتخابات د شنبې په ورځ کیږي.

د انتخاباتو د کمیسیون چارواکو ازادي راډیو ته ویلي چې د کندهار د خونړي برید او له رواني پلوه د دغه ولایت د اوسیدونکي نه چمتووالی د انتخاباتو د ځنډيدو عوامل دي.

د کندهار د خونړي برید او له رواني پلوه د دغه ولایت د اوسیدونکي نه چمتووالی د انتخاباتو د ځنډيدو عوامل دي.
د کندهار د خونړي برید او له رواني پلوه د دغه ولایت د اوسیدونکي نه چمتووالی د انتخاباتو د ځنډيدو عوامل دي.

له دې مخکې د نا امنیو په سبب غزني ولایت کې د ولسي جرګې د انتخاباتو د نه ترسره کېدو پرېکړه شوې ده.

  • واشنګتن پُسټ

واشنګتن پُسټ ورځپاڼې هم دې موضوع ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې په کندهار کې د لوړپوړو چارواکو له ترور وروسته په دغه ولایت کې انتخابات ځنډول شوي دي.

واشنګتن پُسټ: په کندهار کې وضعیت ښه نه دی او ټول غمجن دي

د مقالې لیکوال په کندهار کې حاکم وضعیت ته په کتو د چارواکو او اوسیدونکو په حواله لیکلي چې وضعیت ښه نه دی او ټول غمجن دي.

  • هیل ورځپاڼې

هیل ورځپاڼې په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو د عمومي قومندان جنرال اسټن سکاټ میلر په حواله لیکلي چې ویلي یې دي فکر نه کوي دی د کندهار د برید هدف و.

میلر دا خبره له طلوع نیوز ټلویزیون سره د جمعې په ورځ په یوه مرکه کې کړې ده.

جنرال میلر د جمعې په ورځ د کابل ښار ته وتلی و او له افغان پوځیانو سره یې خبرې وکړې.

جنرال سکات میلر د پنجشنبې په ورځ په کندهار کې له لوړپوړو افغان چارواکوسره یوه امنیتي غونډه درلوده.
جنرال سکات میلر د پنجشنبې په ورځ په کندهار کې له لوړپوړو افغان چارواکوسره یوه امنیتي غونډه درلوده.

هغه له دې مخکې د پنجشنبې په ورځ په کندهار کې له لوړپوړو افغان چارواکوسره یوه امنیتي غونډه درلوده.

د ناستې تر پای ته رسېدو څو شیبې وروسته د ډزو په نتیجه کې چې ویل کیږي د کندهار د والي یوه ساتونکي وکړې د کندهار ځواکمن امنیه قومندان جنرال عبدالرازق او د کندهار د ملي امنیت رییس جنرال عبدالمومن حسین خیل ووژل شول.

د ملي ټلویزیون یو کمره مین هم چې ناسته عکاسي کوله په ډزو کې وژل شوی دی.

  • ټایمز ورځپاڼې

ټایمز ورځپاڼې په یوه مقاله کې لیکلي چې لوړپوړي امریکايي جنرال د افغان ساتونکي له ډزو روغ ووت.

ټایمز: د کندهار د والي زلمي ویسا یوه ساتونکي چې ګلبدین نومېده ډزې کړي دي

په مقاله کې راغلي جنرال سکاټ میلر چې تېره میاشت په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو د عمومي قومندان په توګه دنده پیل کړه په کندهار کې له هغې امنیتي غونډې ووت چې څو شیبې وروسته پکې ډزې وشوه.

یوه افغان چارواکي ویلي چې د کندهار د والي زلمي ویسا یوه ساتونکي چې ګلبدین نومېده ډزې کړي دي.

د کندهار والي زلمی ویسا ټپي دی او افغان حکومت هم د پېښې په اړه یو لوړپوړی پلاوی د څېړنو لپاره ټاکلی دی.
د کندهار والي زلمی ویسا ټپي دی او افغان حکومت هم د پېښې په اړه یو لوړپوړی پلاوی د څېړنو لپاره ټاکلی دی.

په خپله ویسا ټپي دی والي او افغان حکومت هم د پېښې په اړه یو لوړپوړی پلاوی د څېړنو لپاره ټاکلی دی.

  • والسټریټ ژورنال

وال سټریټ ژورنال امریکايي ورځپاڼې هم د کندهار مرګوني برید ته پام کړی او لیکلي یې دي چې افغان ساتونکي د کندهار ولایت د مقام دننه ډزې کړي دي.

د والسټریټ د مقاله لیکونکي تحلیل دا دی چې په کندهار کې د پنجشنبې ورځې حمله دا ښکاروي چې په افغانستان کې د ثبات او ډموکراسۍ د ټینګښت لپاره د امریکا اولس کلنې هڅې له ننګونو سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG