د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

ډیپلومات:د درغلیو او نه روڼتیا ادعاوې په انتخاباتو کې د مایوسئ څرګندونه کوي


  • وال سټریټ ژورنال

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د افغانستان د ولسي جرګې په انتخاباتو یوه مقاله لیکلې ده.

په مقاله کې راغلي دا به لومړی وار وي چې د افغانستان په ځینو سیمو کې انتخابات نه ترسره کیږي.

د ورځپاڼې په لیکنه د غزني اوسیدونکي به ځکه رایه ونه شي کارولی چې امنیتي ځواکونه د رایې ورکونې د مرکزونو امنیت نه شي نیولی.

وال سټریټ ژورنال: د غزني اوسیدونکي به ځکه رایه ونه شي کارولی چې امنیتي ځواکونه د رایې ورکونې د مرکزونو امنیت نه شي نیولی.
وال سټریټ ژورنال: د غزني اوسیدونکي به ځکه رایه ونه شي کارولی چې امنیتي ځواکونه د رایې ورکونې د مرکزونو امنیت نه شي نیولی.
وال سټریټ ژورنال: د غزني خلک به ځکه رایه ونه شي کارولی چې امنیتي ځواکونه د رایې ورکونې د مرکزونو امنیت نه شي نیولی.

په دوام کې راغلي چې د دیارلس لکو کسانو ګڼ میشتی غزني به یواځینی ځای نه وي چې خلک یې د رایې له کارولو محرومیږي بلکې د چارواکو په خبره په ټول افغانستان کې به له اوه زر او درې سوه او څلور اتیا مرکزونو پنځه زر او څلور اویا مرکزونه د رایې ورکولو لپاره پرانیستي وي.

ډیپلوماټ خپرونې

ډیپلوماټ خپرونې هم په افغانستان کې د شنبې ورځې انتخاباتو ته پام کړی او لیکلي یې دي چې افغانان به د طالبانو د رژيم له ړنګېدو را وروسته د دریم وار لپاره د ولسي جرګې په انتخاباتو کې برخه واخلي.

د ډیپلوماټ په لیکنه د رایې ورکونې په پروسه کې د پراخیو درغلیو، فساد، نه روڼتیا او لاسوهنو ادعاوې د افغانستان په انتخاباتو کې د مایوسئ څرګندونه کوي.

ډیپلوماټ: د رایې ورکونې په پروسه کې د پراخیو درغلیو، فساد، نه روڼتیا او لاسوهنو ادعاوې د افغانستان په انتخاباتو کې د مایوسئ څرګندونه کوي.
ډیپلوماټ: د رایې ورکونې په پروسه کې د پراخیو درغلیو، فساد، نه روڼتیا او لاسوهنو ادعاوې د افغانستان په انتخاباتو کې د مایوسئ څرګندونه کوي.

ډیپلوماټ لیکي په افغانستان کې د دوه زره او څلور سوه امریکايي سرتیرو وژل کېدو او د امریکايي مالیه ورکوونکو د درې سوه میلیارد ډالرو مصرف ته کتو امریکايي پالیسي جوړونکي یو ښه دلیل لري څو د ډموکراټیکي حکومتولۍ د دې ازموینې په اړه اندېښنه ولري.

ډیپلوماټ په پای کې د افغانستان د سټراټيژیکو څېړنو د انسټیټوټ یوې سروې ته اشاره کړې ده.

ډیپلوماټ : معمولي رایه ورکوونکي خپل هدف ته نه رسیږي نو ځکه هغوی په انتخاباتو باور نه لري.

په دې سروې کې د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې له څه باندې دیارلس سوه کسانو سره مرکه شوې چې پکې دري پنځوس فیصده ګډونوالو ویلي چې د تېر پارلمان غړیو د خلکو د ګټو پر ځای خپلې شخصي ګټې لټولي دي.

سروې : د تېر پارلمان غړیو د خلکو د ګټو پر ځای خپلې شخصي ګټې لټولي دي.
سروې : د تېر پارلمان غړیو د خلکو د ګټو پر ځای خپلې شخصي ګټې لټولي دي.

د ډیپلوماټ په مقاله کې له فاریاب ولایته د سروې د یوه ګډونوال خبره راخیستل شوې چې ویلي یې دي معمولي رایه ورکوونکي خپل هدف ته نه رسیږي نو ځکه هغوی په انتخاباتو باور نه لري.

دغه کس ویلي چې د تېرو انتخاباتو بریالیو کسانو خپل مسوولیتونه نه دي ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG