د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۴

کورنیو چارو وزارت: انتخاباتو په ورځ ګاونډیو هېوادو سره د تګ راتګ دروازې تړو


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ولسي جرګې د انتخاباتو د ښه امنیت د ټینګښت په هدف د ایران او پاکستان په ګډون له ټولو ګاونډيو هېوادونو سره د تګ راتګ د دروازو د تړلو خبر ورکوي.

د دې وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د دې ترڅنګ به د یوې ورځې لپاره په کور دننه هم له استثناتو پرته ټولې لویې لارې د ترافیکو پرمخ تړلي وي.

ښاغلي رحیمي زیاته کړه:

"د دغه ملي، مهي او تاریخي پروسې د ښه امنیت د ټینګښت په هدف به له ټولو ګاونډيو هېوادونو سره د یوې ورځې لپاره یانې د شنبې ورځې له سهاره د ورځې تر پایه پورې به دغه لويې لارې د هر ډول تګ راتګ په وړاندې تړلې وي."

نصرت رحیمي
نصرت رحیمي

دا لومړی وار دی چې د انتخاباتو د ښه امنیت د ټینګښت په هدف د افغان حکومت له لوري له ګاونډيو هېوادونو سره د تګ-راتګ ټولې لارې تړل کېږي، دا په‎داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته یوازې دوه ورځې پاتې ده.

د راتلونکې شنبې په ورځ چې د روانې میزان میاشتې اته ویشتمه ترسره کېږي له غزني پرته د ولسي جرګې د ۲۳۹ څوکیو لپاره به په ټول هېواد کې عمومي انتخابات ترسره شي.

که څه هم په یو شمېر ولایتونو کې لا هم د انتخاباتو د امنیت په اړه اندېښنې موجودې دي، خو د کورنیو چارو وزارت ډاډ ورکوي چې په ټول هېواد کې د ۵۰۷۳ انتخاباتي مرکزونو او ۲۱۰۰۰ محلونو د امنیت ساتنې لپاره ۵۵ زره امنیتي سرتېرو ته دنده سپارل شوې ده چې د دغه پروسې امنیت وساتي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون بیا دا شمېر ۶۶ زره امنیتي سرتیرې ښيې.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي وايي چې د اړتیا پر مهال به په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه هم د انتخاباتي پروسې په امنیت ساتنه کې له افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.

په ورته وخت کې د امنیتي چارو یو شمېر افغان کارپوهان له ګاونډيو هېوادونو سره د انتخاباتو په ورځ د دروازو تړل مهم اقدام بولي او وايي چې په‎دې سره به د هغه درغلي کوونکو مخه هم ونیول شي چې له نورو هېوادونو راځي او د خپلې خوښې د نوماندانو په ګټه درغلي کوي.

له ډلې يې محمداګل مجاهد ازادي راډيو ته وویل:

"دا په ټوله دنیا کې دود دی چې په کومه ورځ انتخابات د ده په هېواد کې کېږي، نو په هاغه ورځ د بهرنیو مسافرو لپاره دروازې تړل کېږي، دا بهترین کار دی ځکه یو شمېر متقلب کسان شته چې دوی غواړي له پاکستان یا ایرانه راشي جالي سټیکرې يې جوړې کړي وي او د یو ځانګړي کاندید په ګټه کار وکړي، نو د دروازو تړل په ټوله کې ښه تاثیر لري."

خو ښاغلی مجاهد په کور دننه د لوېو لارو تړل سمه پرېکړه نه بولي او وايي چې ډېر شمېر کسانو شاید په نورو ولایتونو کې خپلې تذکرې سټېکر کړې وي، خو د لارو د بندېدو له امله به د رأی اچونې له حقه بې برخه شي.

دی له امنیتي بنسټونو غواړي چې په هېواد کې دې یوازې د لویو بارو وړونکو موټرو په تګ راتګ بندیز ولګول شي او کوچینو موټرو ته چې خلک له یو ولایته بل ته انتقالوي باید اجازه ورکړل شي چې سفرونه وکړي.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG